د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د "اسلام نه د کرکې" د زیاتېدو په اړه خبرداری


د امریکا د استازو مجلس مسلمانه غړې الهان عمر چې په مرگ گواښل شوې وه
د امریکا د استازو مجلس مسلمانه غړې الهان عمر چې په مرگ گواښل شوې وه

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو له حقونو دفاع کوي پدې هیواد کې یې د "اسلام نه د کرکې" د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې تیره اونۍ د پتریک کارلینیو جونیر په نامه یو سړی پدې تورن شو چې د نیویارک په ښار کې یې د امریکا د استازو مجلس مسلمانه غړې الهان عمر په مرگ گواښلې ده.

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې یا اف بي آی د اقدام هرکلی کړی دی چې ښاغلی کارلینیو یې نیولی دی، خو د "کرکې ډکو ویناو" د زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د ښاغلي کارلینیو له نیولو وروسته وویل چې هغې د میرمن عمر دفتر ته تیلیفون کړی او هغه یې په مرگ گواښلې ده.

الهان عمر د دوو لومړنیو مسلمانو ښځو د ډلې څخه ده چې د امریکا د کانگرس د استازو مجلس څوکۍ یې گټلې ده.

د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې په روانه اونۍ کې یو بل سړی هم په نیویارک کې ونیو چې د مقاماتو په وینا په انټرنیټ کې یې سپین پوستو امتیاز غوښتونکو ته په خطاب کې د نیوزیلنډ د جوماتونو په څیر حملو په اړه خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG