د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر ټرمپ د استیضاح هلې ځلې بیا پیل شوې


د ولسمشر ټرمپ د کاري دورې وروستۍ ورځې دي
د ولسمشر ټرمپ د کاري دورې وروستۍ ورځې دي

د دموکرات ګوند غړو له هغه وروسته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح طرحه وړاندې کړه چې د جمهوريت غوښتونکو یو لوړ پوړي غړي وویل چې ښاغلي ټرمپ د «استیضاح وړ» سرغړونې کړي ‌دي.

د جمهوریت غوښتونکو سناتور پت تامي وویل چې د کانګرس پر ودانۍ د خپلو پلویانو په برید کې د ولسمشر ټرمپ رول د غندلو دی، خو هغه ونه ویل چې د ولسمشر ټرمپ د لېرې کېدو په اړه به رایه ورکړي که نه.

نوموړي د فاکس تلویزون ته وویل چې نپوهیږي دموکراتان به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره نور کوم دلایل سنا ته وړاندې کړي، خو ویې ویل چې د دغې پروسې د سیاسي کېدو په اړه اندېښنه لري.

که د استازو په خونه کې چې دموکراتان په کې اکثریت دي، د ولسمشر ټرمپ د استیضاح مسئله تصویب شي، د سنا په مجلس کې به د ولسمشر پر ضد محکمه پیل شي.

د استازو د خونې مشرې نانسي پلوسي تېره اونۍ خپلو دموکراتو همکارانو ته په استول شوي لیک کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ سره باید حساب او کتاب وشي، خو د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په اړه یې د رایې ورکولو غوښتنه نه وه کړې.

د دموکرات ګوند غړي دوید سیسیلین چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په اړه یې د تورونو مسوده ترتیب کړې، وايي ‌چې ۱۸۵ دموکرات غړو د دغه سند ننګه کړې ده، خو جمهوري غوښتونکي په کې نشته.

دموکرات استازي غواړي چې سبا دوشنبه د ولسمشر ټرمپ د استیضاح مسئله مخې ته کړي او که دموکراتان د دغې مسئلې ننګه وکړي، شاید د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ځانګړې غونډه وشي.

که ولسمشر ټرمپ استیضاح او له واکه لېرې شي،‌ د هغه مرستیال مایک پنس به د ولسمشر په توګه لوړه کوي.

دا په داسې کې دي چې د ولسمشر ټرمپ د دورې نژدې دوې اونۍ پاتې دي. نوی منتخب ولسمشر جوبایډن به د جنورۍ په ۲۰ لوړه کوي.

ولسمشر ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه منلې او ادعا یې وکړه چې په ټاکنو کې تقلب شوی دی خو خپله ادعا یې هم ثابته نشوه کړای.

د هغه پلویانو د چهارشنبې په ورځ د یوې مظاهرې په ترڅ کې د کانګرس پر ودانۍ ورننوتل او دا کار په پراخه کچه وغندل شو.

په دغې پېښې کې څلور تنه مړه شوي او لسګونه کسان حکومتي ودانیو ته د ننوتلو او دولتي ملکیت ته د زیان رسولو په تور نیول شوي او محاکمو ته به وړاندې کیږي.

XS
SM
MD
LG