د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس پر ودانۍ له برید وروسته دوو وزیرانو استعفا وکړه


د ترانسپور وزیره ایلین چاو په سنا کې د اکثریت د ډلې د مشر مچ مکانل مېرمن ده
د ترانسپور وزیره ایلین چاو په سنا کې د اکثریت د ډلې د مشر مچ مکانل مېرمن ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د ترانسپورت او ښوونې وزیرانو ایلین چاو او بتسي دیواس د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر دونالډ ټرمپ د یو شمېر پلویانو له برید وروسته له خپلو دندو استعفاوې وکړې.

د ترانسپورت وزیره ایلین چاو په سنا کې د اکثریت د ډلې د مشر مچ مکانل مېرمن ده.

په همدې حال کې د شمالي‌ ایرلنډ لپاره د ولسمشر ټرمپ‌ځانګړي استازي میک ملواني هم ویلي دی چې له خپلې دندې به استعفا وکړي. ملواني سي ان بي سي شبکې ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ ځینو نورو چارواکي هم له دندو په استعفاو فکر کوي.

د امریکا د تجارت وزارت د امنیت او استخباراتو د برخې یو لوړ پوړي چارواکي جان کاستیلو هم له دغې مظاهرې وروسته استعفا وکړه.

د ولسمشر ټرمپ د مېرمن میلانیا ټرمپ د دفتر مشره ستیفیني ګریشم لومړنۍ ښځه وه چې د کانګرس پر ودانۍ د مظاهره کوونکو له برید وروسته یې استعفا وکړه.

په امریکا کې چارواکي وايي د پنجشنبې په ورځ د مظاهرې پر مهال د کانګرس پر ودانۍ د برید په اړه جنايي تحقیقات پیل کړي‌ دي.

سلګونه محققان په دغې پېښې کې د ښکیلو کسانو د نیولو لپاره ګمارل شوي دي.

د واشنګټن ډي سي ښاروالې مایکل شرون وویل چې ۱۵ تنه د واشنګټن ډي د فدرال په محکمې کې او ۴۰ تنه نور د واشنګټن ډي سي په عالي محکمه رسمي تورن شوي دي.

ښاغلي‌ شرون وویل چې په دغو کسانو د دولتي شتمنۍ د غلا او وسلو ناقانونه ګرځولو تور دی.

یو کس له اتوماتیکې وسلې او ۱۱ اورغورځونکو بمي ډوله بوتلونو سره نیول شوی دی. وايي دا بوتلونه چاودېدلو ته چمتو کړل شوي وو.

امنیتي‌ چارواکي ‌وايي‌ چې د کانګرس پر ودانۍ د مظاهره چیانو د برید پر مهال څلور تنه مړه شوي دي او ۱۴ پولیس ژوبل شوي دي او یو پولیس افسر نن جمعه جنوري ۸ (مرغومي۱۹) مړ شو.

تر دې دمه د کانګرس پر ودانۍ د برید په تور ۵۲ تنه نیول شوي دي. دا برید په امریکا کې په لویه کچه غندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG