د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د جو بایډن بریا تائید کړه؛ ټرمپ د واک د انتقال ژمنه وکړه


د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس
د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس

د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس د امریکا د ولسمشر په ټاکنو کې د جوبایډن بری تاید کړ.

د کانګرس دواړو خو د جمهور رئیس د ټاکلو د انتخابي رایو چې «الکتورل کالج» یې بولي، وشمېرلې او جوبایډن یې د منتخب ولسمشر په توګه تائیدکړ.

له دغه کار سملاسي وروسته د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ژمنه وکړه چې د جنورۍ په ۲۰ به په منظمه توګه واک انتقال شي.

د انتخابي رایو د تائید غونډه د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د څو ساعتونو لپاره وځنډیدله چې د دونالد ټرمپ زرګونو پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ یرغل وکړ او یو شمیر یې ودانۍ ته ننوتل او په نتیجه کې د کانګرس ماڼۍ وتړل شوه.

ښاغلي ټرمپ په تیرو دوو میاشتو کې تل بې بنسټه ادعا درلودله چې انتخابات یې ګټلي دي او د خپلو پلویانو نه یې غوښتل چې مبارزه وکړي.

په هغه بیان کې چې د ښاغلي ټرمپ د ټولنیزو رسنیو د مدیر ډان اسکوینو په ټویټر خپور شوی د ښاغلي ټرمپ له قوله ویل شوي: "سره له دې چې زه په بشپړه توګه د انتخاباتو له نتیجې سره مخالف یم او واقعیتونه هغه څرګندوي، بیا به هم د جنورۍ په ۲۰ واک په منظمه توګه انتقال شي."

هغه زیاته کړې: "ما تل ویلي چې مونږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو تر څو ډاډمن شو چې یواځې قانوني رای شمیرل شوي دي. پداسې حال کې چې دا د جمهوري ریاست په تاریخ کې د لومړۍ دورې د پای ته رسیدو څرګندونکې ده، خو دا د امریکا د بیرته عالي کولو لپاره زمونږ د مبارزې پیل دی."

فیبسوک او ټویټر

تویټر او فیسبوک د چهارشنبې په ورځ د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حسابونه تړلي او ویلي یې دي چې د خپلو پلویانو د بلوا په اړه د ښاغلي ټرمپ پوستونه او ټویټونه ددې ټولنیزو شبکو پالیسي نقض کوي.

پر کانګرس باندې د ښاغلي ټرمپ د پلویانو د یرغل وروسته د کانګرس ماڼۍ وتړل شوه. امنیتي قواو له څو ساعتونو وروسته اعتراض کوونکي د کانګرس له ماڼۍ وویستل او د انتخاباتو د نتیجو د تائید لپاره د کانګرس د دواړو جرګو غونډه تیره شپه شاوا ۹:۰۰ بجې بیرته پیل شوه.

د کانګرس د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د غونډې د بیا پیل کیدو پر وخت پر دونالد ټرمپ د پلویانو یرغل پر دموکراسې باندې "له شرمه ډک برید" وګاڼه او وویل: "له دې سره سره برید نشي کولای مونږ د جو بایډن د انتخابیدو د تائیدولو له مسولیت نه منع کړي."

د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي اکثریت مشر سناتور مچ مک‌کانل، وویل چې: "ناکام یرغل" د قانن جوړونکو وظیفه په ګوته کوي چې د رایو تائیدول بشپړ کړي.

د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس چې د غونډې ریاست یې په غاړه و د غونډې د بیا پیل کیدو وروسته د ټرمپ د پلویانو یرغل ته په اشاره وویل: "تاسې بریالي نشوی. تاوتریخوالی هیڅکله نه بریالی کیږي."

څو جمهوري غوښتونکو سناتورانو چې غوښتل یې د انتخاباتو پر نتیجو اعتراض وکړي د چهارشنبې د ورځې له پیښې وروسته له خپل تصمیم نه تیر شول.

د پولیسو مقاماتو ویلي چې د پرونیو مظاهرو په نتیجه کې څلور تنه مړه شوي – یو په ډزو او درې تنه د بیړنیو روغتیایي حالاتو په سبب - او ۵۲ تنه نیول شوي دي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن، ددغه پیښې په غبرګون کې وویل د امریکا د متحده ایالاتو دموکراسۍ باندې "غیرمترقبه برید" شوی دی. هغه د دونالد ټرمپ نه وغوښتل چې ملي تلویزیون ته لاړ شي او خپل مسولیت د امریکا د وسله والو ځواکونو د سر اعلی قوماندان په توګه ادا کړي او اعتراض کوونکي وغواړي.

لږ وروسته ښاغلي ټرمپ پرته له دې چې پر کانګرس باندې د اعتراض کوونکو برید وغندي په یو ویدیویي پیغام کې یو ځل بیا انتخابات د درغلیو ډک وبلل او خپلو پلویانو ته یې په خطاب کې وویل: "باید سوله ولرو. نو کورنو ته لاړ شئ. راباندې ګران یاست؛ تاسې ډیر ځانګړي یاست."

د انتخاباتو د تائید غونډه د امریکا د جمهوري ریاست د مرستیال مایک پنس په مشرۍ د شپې له خوا بیرته پیل شوه او د پنجشنبې په سهار وختي جنورۍ اومه (مرغومي ۱۸) یې د الکتورال کالج رای وشمیرلې او او په ټاکنو کې یې د جو بایډن بریا تائید او اعلان کړه.

ښاغلي پنس د وروستیو نتیجو د اعلان پر وخت وویل: "دا اعلامیه د هغو کسانو لپاره چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس او د جمهور رئیس د مرستیال په توګه ټاکل شوي کفایت کوي."

XS
SM
MD
LG