د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ډسمبر اوم (لیندۍ ۱۷) پاریس ته تللی ترڅو د نړۍ له نورو مشرانو سره د نوټرډام لرغونېکلیسا د بیا پرانېستلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې ټرمپ په دې سفر کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره چې د کلیسا د بیا پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللی خبرې اترې وکړي.
ټرمپ د روانې اونۍ په پیل کې په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د مکرو بلنه ومنله او ویې ویل چې د فرانسې مشر "یو حیرانوونکی کار ترسره کړی ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې نوټرډام به په شانداره توګه او حتی له هغې پورته بیارغول کېږي."
همداشان ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو لومړۍ میرمن جیل بایډن په دغو مراسمو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن په استازیتوب ګډون وکړي.
د نوټرډام کلیسا چې ۸۶۱ کاله لرغونوالی لري په ۲۰۱۹ کال کې د اور لګېدنې له امله یې چت او څلې په بشپړه توګه ویجاړ شوی و.
د دې کلیسا بیارغونه چې جوړولو یې دوه پیړۍ دوام کړی و او د بیا پرانیستلو په مراسمو کې یې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر او نورو مشرانو ګډون د مکرون لپاره د بریا شیبې ګڼل کېږي.
خو د بریا دا شیبې په فرانسه کې د سیاسي ګډوډیو تر اغیزې لاندې ده. د ډسمبر په څلورمه د فرانسې پارلمان د صدراعظم میشل بارنیه څخه د باور رایه بېرته اوخیسته او حکومت یې ورته له درې میاشتې فعالیت وروسته ړنګ اعلان کړ.
د فرانسې پارلمان دا تصمیم وروسته له هغې ونیو چې د بارنیه دولت په دغه هېواد کې د اقتصادي کړکېچ د مخنیوي لپاره د لګښتونو د کچې راټیټولو او د مالیې د لوړولو غوښتنه وکړه.
په تېرو ۶۰ کلونو کې دا لومړې ځل دی چې د فرانسې پارلمان یو برحاله حکومت ړنګوي.
مکرون هیله څرګنده کړې چې د نوټرډام بیا پرانیستل او په پاریس کې د نړۍ د شاوخوا ۴۰ مشرانو لیدنه د فرانسې یووالی او ویاړ نندارې ته وړاندې کړي.
مکرون د پنجشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې د پاریس المپیک او د کلیسا بیا پرانیستل "دا ثابتوي چې موږ پوهېږو څه ډول لوی کارونه ترسره کړو، موږ پوهېږو چې څه ډول ناممکن کار ممکن کړو او سږکال د دغو دوو چارو د ترسره کولو له امله موږ ټولې نړۍ ستایلي یو."
د نوټرډام لرغونې کلیسا پر بیارغونه شاوخوا ۷۰۰ میلیونه یورو لګېدلې دي چې د اعانې له لارې راټولې شوې وې او د وړاندوینې په خلاف چې د بیارغونې چارې به یې لسیزې وخت ونیسي په پنځو کلونو کې بېرته پرانیستل شوه.
ټرمپ د نوټرډام لرغونې کلیسا د بیا پرانیستلو لپاره پاریس ته تللی

فورم \ دبحث خونه