د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د بهرنیو پانگو په اړه اندیښنې


ښاغلي ټرمپ د نړۍ په زیات شمیر هیوادونو کې پانگونه کړې ده
ښاغلي ټرمپ د نړۍ په زیات شمیر هیوادونو کې پانگونه کړې ده

د امریکا منتخب جمهور رئیس او امریکایي میلیاردر دونالد ټرمپ په متحده ایالاتو کې په عمده توگه په ساختماني برخه کې د سترو پانگونو سربیره د بهرنیو هیوادونو د یو شمیر شرکتونو سره سترې تجارتي معاملې لري.

د ښاغلي ټرمپ پانگونې چې د فوربس د اقتصادي مجلې د رپوټ په بنسټ ٣،٧ میلیاردو ډالرو ته رسیږي د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې د ملیاتو د نه ورکولو د ادعاو او یا هم د مالیاتي اسنادو د نه افشا کولو په وجه یو له هغو چلنجونو څخه و چې د هغه د انتخاباتي سیالانو له لورې د هغه په وړاندې د فشار د الې په توگه کارول کیدل.

خو په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ له بریالیتوب وروسته دغو چلنجونو بله بڼه غوره کړې ده، ځکه د ټرمپ مالي بنسټ په وروستیو کلونو د یو شمیر هیوادونو سره مالي او سوداگریزې معاملې کړې دي چې د امریکا متحده ایالاتو ددغو هیوادونو پر وړاندې جدي پالیسي غوره کړې ده.

چین

د ټرمپ مالي بنسټ که څه هم چې په چین کې د خپلو پانگونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو دغه بنسټ په ٢٠١٣ کې ویلي وو چې چین "د مخ په ودې مارکټونو له جملې نه د دوی د عمده اولیتونو څخه دی".

همداشان د چین دولتي بانک یو اقتصادي تشبث ته پور ورکړی دی چې د متحده ایالاتو د نیویارک او سانفرانسیسکو په ښارونو کې د دوو سترو ودانیو مالک دی او ټرمپ په کې په سلو کې ٣٠ شریک دی.

له بلې خوا دونالد ټرمپ د چینایي مالونو پر واردواتو باندې د گمرکي تعرفو د لگولو وړاندیز کړی دی.

په پوځي برخه کې هم د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي چین په سمندرگي کې د چین د پوځي فعالیتونو په اړه غبرگون ښودلی دی.

جنوبي کوریا:

د ټرمپ مالي بنسټ په جنوبي کوریا کې د څه دپاسه ١٠٠٠ اپارتمانونو د جوړولو د پروژې تجارتي جواز ترلاسه کړی او د هغه هیواد د وونوي په نامه شرکت سره شریک شوی دی.

خو ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي مبارزې په وخت جنوبي کوریا ته د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي ملاتړ د ورکولو انتقاد کړی دی.

همداشان ښاغلي ټرمپ د کوریا سره په آزاد تجارت انتقاد کړی دی او د آرام سمندر د حوزې د هیوادونو سره د سوداگریز مشراکت په اړه یې خپل مخالفت څرگند کړی دی.

هند:

د هند په ممبای او پونه ښارونو کې د ټرمپ مالي بنسټ د دریو سترو ساختماني پروژو جوړولو ته خپل نوم او تجارتي اجازه لیک ورکړی دی چې په راتلونکو کلونو کې به ددغو ودانیو په بشپړیدو سره پانگونکي په میلیونو گټه ترلاسه کړي.

د لودها گروپ چې په هند کې د ټرمپ د مالي بنسټ د سوداگریزو شریکانو څخه دی د امریکا د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې مخکې له مخکې هغه ته د بریالیتوب مبارکي خپره کړې ده.

په عین حال کې د یو بل شرکت چلوونکي چې د ټرمپ له بنسټ سره سوداگریزه معامله لري، د هغه سره تیره اونۍ په نیویارک کې ولیدل.

د اسلامي سخت دریځۍ پر وړاندې د مبارزې او متحده ایالاتو ته د مسلمانانو په راتگ باندې د بندیزونو په اړه د ښاغلي ټرمپ جدي ویناو ته په هند کې ښه هرکلی ویل شوی دی.

له بلې خوا هند په نړۍ کې د تجربه لرونکو کارگرانو د سترې منبع په توگه ښایي د متحده ایالاتو د مهاجرت د پالیسو په هکله د هر ډول سخت دریځ په وړاندې مخالف وکړي.

له دې سربیره د هند سره د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا د ټینگو پوځي اړیکو دوام، ښایي په هند کې د ښاغلي ټرمپ موقف هم پیاوړی کړي که څه هم چې واشنگټن او نوی ډهلی له اوږدې مودې راهیسې په سوداگریزو موافق باندې سره چانې وهي.

ترکیه:

د ټرمپ مالي بنیاد په ترکیه کې د اوسیدونې د یو لوړ منزله ودانۍ او د فرنیچر جوړولو یو ترکي شرکت ته د خپل نوم او جواز نه د استفادې اجازه ورکړې ده، هغه معامله چې ښاغلي ټرمپ ته به په کال کې څه دپاسه یو میلیون ډالر گټه ورسوي.

خو په سیاسي برخه کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د فتح الله گولن ور په لاس کول غواړي چې په ترکیه کې په ناکامې پوځي کودتا کې په لاس لرلو تورن دی او اوس په امریکا کې په خپله خوښه په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

له بلې خوا ترکیه د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د گوښه کیدو غوښتونکې ده، په داسې حال کې چې ښاغلی ټرمپ دغه موضوع خپل اولیت نه گڼي. د امریکا متحده ایالات د عراقي کردانو ملاتړی دی په داسې حال کې چې ترکیه د کردانو سره ښه اړیکه نه لري او د کردستان د کارگرانو گوند یې منع کړی او هغه یې ترهگر گڼلی دی.

په ترکیه کې د ښاغلي ټرمپ سوداگریز شرکت آیدین دوگان، د اردوغان د حکومت له لورې له انتقاد سره مخامخ شوی او همداشان د ترکیې د حکومت له لورې پر دې شرکت محدودیتونه لگول شوي دي.

عربي متحده امارات:

ښاغلی ټرمپ په دوبۍ کې د یو ساختماني شرکت سره څو میلیارد ډالره سوداگریزې معاملې لري چې هر کال له دې درکه څه دپاسه یو میلیون ډالر عاید ترلاسه کوي. په متحده اماراتو کې محلي مغازې هم د ټرمپ د تجارتي نشان لرونکي محصولات پلوري.

مسلمانانو د ویزو په ورکولو باندې د محدودیت د لگولو په اړه د ښاغلي ټرمپ هر ډول پلان ته ښایي د عربي متحده ایالاتو له لورې هرکلی ونه ویل شي. همداشان عربي متحده اماراتو له امریکا غوښتي چې په منځني ختیځ کې د ایران د مخ په ودې نفوذ په وړاندې جدي تدابیر ونیسي.

اندونیزیا:

د ټرمپ مالي بنسټ په اندونیزیا کې په څو پروژو کې معامله کړې او د هوټل، د گلف د لوبې د میدان د جوړولو او د استوگنې د اپارتمانونو د جوړولو لپاره د خپل نوم او جواز نه د استفادې اجازه ورکړې ده.

خو د امریکا متحده ایالاتو ته د مسلمانانو پر راتگ باندې د بندیز د لگولو په اړه د ښاغلي ټرمپ طرحې په اندونیزیا کې چې د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی، هرکلی نه دی ویل شوی.

له دې سربیره، اندونیزیا د آرام سمندر د حوزې د هیوادونو د آزاد تجارت په چوکاټ کې د امریکا سره تجارتي معاملې ته ډیره لیواله ده، خو ښاغلي د د آرام سمندر د حوزې د تجارتي موافقې پر ضد څرگندونې کړې دي.

XS
SM
MD
LG