د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پوتین ته واشنگټن ته د سفر بلنه ورکړه


ولسمشر ټرمپ د پوتین د هغه وړاندیز د ردولو وروسته چې روسیې ته دې د لسو امریکایانو نه د تحقیقاتو اجازه ورکړي، پوتین ته امریکا ته د سفر بلنه ورکړه.

سپینې ماڼۍ د پوتین د وړاندیز په ځواب کې ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ دغه وړاندیز رد کړیدی. د روسیې د ولسمشر وړاندیز په امریکا کې سخت غبرگون پارولی و.

پوتین ویلي و چې روسیه به امریکا ته د هغو دولسو کسانو نه د سوال ځواب اجازه ورکړي چې د امریکا تحقیقاتي ادارې ویلي شک لري د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې مداخله کړې وي. او په بدل کې بې د لسو تنو امریکایي اتبعاعو نه د تحقیقاتو غوښتنه کړی وه.

د روسیې د ولسمشر د وړاندیز د ردولو وروسته ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت مشاور جان بولټن نه وغوښتل چې پوتین ته واشنگټن ته د راتگ بلنه ورکړي.

سپینې ماڼۍ د هغې نه وروسته د پوتین د وړاندیز د ردولو اعلان وکړ چې د امریکا د کانگرس غړیو د پوتین د وړاندیز ضد د یوې لایحې په تصویبولو کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG