د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ ایران ته د تعامل لپاره ۱۵ ورځې مهلت ورکړی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په داسې حال کې چې په سیمه کې د پوځي ځواکونو پیاوړتیا ته دوام ورکوي ترڅو پر تهران فشار راوړي چې د امریکا غوښتنې ومني، ویلي دي چې د ایران رژیم ۱۵ ورځې لري چې له امریکا سره یوې موافقې ته ورسیږي او خپل ویجاړوونکي فعالیتونه پای ته ورسوي.

له ولسمشر ټرمپ څخه د پنجشنبې په ورځ په ایر فورس ون الوتکې وپوښتل شول چې ایا هغه د ایران رژیم ته د امریکا او ایران د غیر مستقیمو خبرو اترو د یوې برخې په توګه چې د دې میاشتې په سر کې پیل شوې، یوې موافقې ته د رسیدو لپاره یو ټاکلی ضرب الاجل ورکړی دی.

ولسمشر په ځواب کې وویل چې له ۱۰ څخه تر ۱۵ ورځو پورې به "کافي وخت" وي، او زیاته یې کړه چې ۱۵ ورځې به "تقریبا تر ټولو زیات وخت" وي.

ټرمپ چې تهران ته یې اشاره کوله دا هم وویل "یا به موږ یوې موافقې ته ورسیږو، یا به دا د دوی لپاره د بد بختۍ سبب شي."

ټرمپ په وار وار د رژیم پر وړاندې د پوځي اقدام ګواښ کړی دی که دا رژیم د اټومي وسلو د ترلاسه کولو، د هغو لاریون کونکو وژنه چې په دسمبر کې یې د مذهبي رژیم پر وړاندې پاڅون پیل کړ، د بالستیک توغندیو پراختیا، او د سیمه ایزو ترهګرو ملاتړ په شمول د خپلو ناوړه فعالیتونو د پای ته رسولو څخه ډډه ونکړي.

ولسمشر ټرمپ تیره میاشت منځني ختیځ ته د متحدو ایالتونو د پوځي تجهیزاتو د لیږلو سره دا ګواښونه پیاوړي کړي دي.

د پنټاګون خبري ویب پاڼه د سټارز اینډ سټرایپس (The Stars and Stripes) راپور ورکړی چې د الوتکې وړونکې بېړۍ USS Gerald R. Ford د جمعې په ورځ د مدیترانې بحیرې ته ننوتلې ده. دا د USS Abraham Lincoln وروسته، چې تیره میاشت د فارس خلیج ته ورسیدله، دوهمه امریکایي الوتکه وړونکې بېړۍ ده چې سیمې ته استول کیږي.

د سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې راپور کې د ټولنیزو رسنیو انځورونه چې د ځایی څارونکو کښتیو لخوا خپاره شوي خپاره کړي چې د الوتکې وړونکې USS جیرالډ آر فورډ بېړۍ د جبل الطارق له تنګي څخه د تیریدلو په حال کې ښيي.

د امریکا غږ فارسي څانګې هم داسې انځورونه تر لاسه کړي او تایید کړي چې پکې هغه ماتم کوونکي ښودل کیږي د جنازې په ځای کې "مرګ پر دیکتاتور" او د رژیم ضد نور شعارونه ورکوي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، "ولسمشر ټرمپ تل د ایران د خلکو سره ولاړ دی او دا کار به دوام وکړي."

بیان کې راغلي چې "ولسمشر د ایران رژیم لخوا د خپلو اتباعو په وړاندې د تاوتریخوالي د کارولو په اړه د خپل دریځ په اړه روښانه و، او د ایران رژیم باید هیڅ شک ونلري چې هغه د خپلې خبرې ملاتړ کوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG