که څه هم متحدو ایالتونو او ایران دواړو په روانه اونۍ کې په ژینو کې د غیر مستقیمو خبرو اترو په وروستي پړاو کې د "پرمختګ" راپور ورکړ، مرستیال ولسمشر جي ډي وینس وايي چې تهران لا تر اوسه په خبرو اترو کې د متحدو ایالتونو "سرې کرښې" منلو ته هیڅ لیوالتیا نه ده ښودلې.
وینس د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۷مه د امریکایي مرکچیانو سټیف ویټکاف او جیریډ کوشنر څخه د خبرو اترو په اړه د تازه معلوماتو ترلاسه کولو وروسته، فاکس نیوز ته وویل چې د امریکا له لوري یې ایرانیانو ته خبر ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ "څرګندې سرې کرښې" لري، چې "تر ټولو بنسټیز" یې د اټومي وسلو د پراختیا څخه د ایراني رژیم مخنیوی دی.
وینس وویل: "د خبرو اترو په اړه یوه خبره چې زه باید ووایم هغه دا ده چې په ځینو لارو چارو کې ښه پرمختګ شته - دوی موافقه وکړه چې وروسته سره وویني."
خو په نورو لارو چارو کې، دا ډیره روښانه وه چې ولسمشر سرې کرښې ټاکلې وې چې ایرانیان لا تر اوسه د منلو او پرې عمل کولو ته لیواله نه وو.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۸مه په پاریس کې ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه به "هر هغه څه وکړي" چې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه منع کړي.
په دې وروستیو اونیو کې، ټرمپ او د هغه جګپوړو مرستیالانو ویلي چې د اټومي وسلو د پراختیا څخه د ایران د مخنیوي سربیره، دوی غواړي یوې داسې موافقې ته ورسیږي چې له مخې یې تهران د بالستیک توغندیو د پراختیا او د سیمه ایزو ترهګرو ډلو د ملاتړ د بندولو په شمول خپل نور ناوړه فعالیتونه پای ته ورسوي.
یوه امریکایي چارواکي د غیر مستقیمو خبرو اترو له وروستي پړاو وروسته، امریکا غږ ته وویل چې "پرمختګ شوی، خو لا هم ډېر جزئیات شته چې باید پرې بحث وشي. ایرانیانو وویل چې دوی به په راتلونکو دوو اونیو کې د مفصلو وړاندیزونو سره بیرته راشي ترڅو زموږ په دریځونو کې ځینې تشې حل کړي."
ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران غواړي له متحدو ایالتونو سره یوه معامله وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې تهران دا ځل "ډیر منطقي" عمل وکړي.
تیر کال د امریکا او ایران په غیر مستقیمو خبرو اترو کې ځکه هیڅ پرمختګ و نه شو او هغه وخت ودرول شول چې د امریکا متحد هیواد، اسراییل د هغه څه په وړاندې جګړه پیل کړه چې دوی د رژیم د اټومي او توغندیو پروګرامونو څخه موجود ګواښونه ګڼل.
د ایران او اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه د امریکا په منځګړیتوب د اوربند سره وروسته له هغه پای ته ورسېده چې امریکا د اسراییلو سره یوځای د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ کړل.
فورم \ دبحث خونه