د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او کیم غونډه له هوکړې پرته پای ته ورسیده


د امریکا د متحده ایالاتونو د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون دویمه غونډه بې پایلې او له اعلان شوي وخته مخکې پاتی ته ورسیده.

ډانلډ ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره تر ملاقات وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل د شمالي کوریا ډیرې غوښتنې ددې لامل شوې چې هوکړه لاسلیک نشي.

د امریکا ولسمشر او د شمالي کوریا رهبر د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو د ویتنام په پلازمینه هانوی کې ولیدل او ټاکل شوې وه دواړه لورې نن له غرمې وروسته یوه ګډه هوکړه هم لاسلیک کړي خو دا کار ونشو.

د کیم ډیرې غوښتنې

د امریکا ولسمشر وویل" هغوی ډیرې غوښتنې درلودې او له همدې امله ما پریکړه وکړه ورسره هوکړه ونکړم."

جمهور رئیس ټرمپ وویل شمالي کوریا ټینګار کاوه چې د ( یونګ بیون) اټومي مرکز د تړلو په بدل کې پر دې هیواد نړیوال بندیزونه لري شي.

خو امریکا له دې وړاندې اعلان کړی وو تر هغه وخته چې شمالي کوریا د خپلو اټومي او راکټي فعالیتونو د دریدو لپاره عملي ګامونه وانخلي ، بندیزونه به لغوه نشي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل" که مې غوښتې وای له هغوی سره مې نن هوکړه لاسلیک کولای شو خو نغواړم یوه بده هوکړه لاسلیک کړم"

که څه هم د ټرمپ او کیم غونډه له پایلې پرته پای ته ورسیده ، خو د امریکا جمهور رئیس او د بهرنیو چارو وزیر د غونډې په اړه رضایت ښودلی او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د راتلونکو مذاکراتو په اړه هیله څرګنده کړې ده.

ټرمپ او کیم څه غواړي؟

د دواړو لورو غوښتنې له ډیره وخته روښانه دي او تقریبا له څو میاشتو راهیسې ثابتې پاتې دي.

امریکا غواړي د کوریا وچه له اټومي وسلو پاکه شي او د پیونګ یانګ راکټي پروګرام بند شي. واشنګټن ژمنه کړې که شمالي کوریا دا کار وکړي نو د امریکا له ډیرو مرستو به برخمنه شي.

شمالي کوریا هم مشخصې غوښتنې لري: د نړیوالو بندیزونو لري کیدل، د کوریا د جګړې د پای ته رسیدو په هدف د سولې د وروستۍ هوکړې لاسلیک ، د کوریا له وچې د امریکا د پوځي تجهیزاتو او عساکرو ایستل او د مسایلو د هواري لپاره د مستقیم کانال رامنځ ته کول.

ټرمپ کیم
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

XS
SM
MD
LG