د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په ټولنیزو رسنیو د امریکایانو سانسور کیده څارم


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټولنیزو رسنیو په کمپینو د هغې نه وروسته چې فیس بک د یو څو تنو سختدریځو حسابونه وتړل، انتقاد کړیدی او ویلې یې دي چې هغه یې څاري.

ولسمشر ټرمپ د فیس بک لخوا د ځینو کسانو د حسابونو د تړولو په اړه په خپل ټویټر ولیکل چې "زه د ټولنیزو رسنیو لخوا د امریکایانو سانسور کیده څارم. دا د امریکا متحده ایالات دي. او دلته مونږ د بیان ازادي لرو. مونږ دغه د نژدې نه څارو او تعقیبوو یې".

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ پخوا هم په ټولنیزو رسنیو دا تور لگولی و چې هغوي د خپلې خوښې فکر لرونکې کسانو ته زیات ځای ورکوي خو د ټولنیزو رسنیو کمپنیو دغه تورونه رد کړیدي.

ولسمشر د هغې نه وروسته دغه انتقاد کوي چې فیس بوک د لویس فراخان، ایلکس جونز او نورو ځینو سختدریځو اکاونټونه غیرفعاله کړل.

هغه کسان چې فیسبوک یې حسابونه تړلې دي، پکې د ښې لاسې فکر لرونکې شامل دي. فیسبوک په انسټاگرام هم ځینې اکاونټونه بند کړیدي.

XS
SM
MD
LG