د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د دیموکراتانو د مخالفت باوجود د کلنۍ وینا تیاري کوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دیموکرات گوند د نانسي پلوسي د مخالفت څرگندولو باوجود د جنورۍ په ٢٩ د خپلې کلنۍ وینا تیاري کوي.

د کانگرس مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ نه غوښتي و چې خپله کلنۍ وینا دې د فیډرالي حکومت د تړل کیدو له کبله وځنډوي.

د جمهوري غوښتونکي گوند مشر مچ مکونل وایي چې هغه به د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ یوه نوي لایحه وړاندي کوي چې په هغې کې د مکسیکو سره په سرحد د دیوال لپاره د بودیجې او د حکومت د بیرته فعالولو وړاندیز شوی.

خو داسي ښایي چې د ولسمشر دغه لایحه په سنا کې د منظورۍ ډیر کوم چانس لري او د هغې نه هم کم امکانات په کانگرس کې لري.

د امریکا ولسمشر او دیموکرات گوند د مکسیکو سره په سرحد د دیوال د جوړولو لپاره د بودیجې په مسلې تروسه کومې موافقې ته ندي رسیدلي او د حکومت د بیرته فعالیدو امکانات هم لا نه لیدل کیږي.

ولسمشر ټرمپ وایي چې په انتخاباتي کمپاین کې یې ژمنه کړې وه چې د غیر قانوني مهاجرت مسله به حل کړي او خپلې ژمنې ته متعهد دی. هغه وویل چې دغه ټولې مسلې حل کیږي که سیاسي جوړجاړې موجود وي او دواړه سیاسي گوندونه خپل اختلافونه حل کړي.

XS
SM
MD
LG