ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نن د جمعې په ورځ، سپتمبر څلورمه (وږي۱۴) په سپینې ماڼۍ کې د سربیا د جمهور رئیس الکساندر ووچیچ او د کوسوو د صدراعظم عیادالله هوتي سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې جمهو رئیس ټرمپ به د لاسلیک په مراسمو کې هم برخه واخلي.
د سربیا او کوسوو تر منځ د اقتصادي اړیکو د عادي کولو په هکله د خبرو نه یوه ورځ وروسته د سربیا جمهور رئیس ویلي چې د موافقې مسوبه ورته ورکړل شوې چې دواړو خواوو هم پیژندلې وه خو وایي چې "ما رد کړله".
خو د کوسوو او سربیا د سولې د خبرو لپاره د ښاغلي ټرمپ ځانګړي استازي رچارډ ګرینل په ټویټر کې ویلي چې دا خبره سمه نده.
د کوسوو صدراعظم بیا پدې تبصره نده کړې چې آیا کومه موافقه شوې که نه خو ټینګار یې کړی چې " د کوسوو په ضرر موافقې د کوسوو لپاره د منلو وړ ندي".صدراعظم عیادالله هوتي په ټویټر کې لیکلي، " دا ډول موافقې هیڅ د سپینې ماڼۍ نه ندي راغلي او نه به راشي."
د سربیا او کوسوو مشران به نن د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو سره هم وګوري.
کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې د سربیا نه د خپلواکۍ اعلان وکړ خو سربیا تر اوسه په رسمیت ندی پیژندلی. چین او روسیې هم تر اوسه د کوسوو خپلواک په رسیمت نده پیژندلې خو د امریکا او اروپایي اتحادیې د یو شمیر هیوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو شاوخوا سلو هیوادونو د سربیا خپلواکي منلې ده.