د لاس رسي وړ اتصالات

د میاشتو یا کلونو لپاره د امریکا د حکومت د بندیدو امکان


د امریکا د کانگرس د دواړو مجلسونو مشران به نن د شنبې په ورځ هم د حکومت د تړل شویو برخو د بیرته پرانستلو په مقصد د سپینې ماڼۍ سره خبرو ته دوام ورکړي.

خو د کانگرس دموکراتو استازو ویلي چې د حکومت د تړل شویو برخو د بیرته فعالیدو لپاره به د سپینې ماڼۍ سره په هیڅ ډول معامله کې د مکسیکو په پوله د دیوال جوړولو بودجه ورنکړي.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د کانگرس له مشرانو سره له دوهم ځلي کتلو وروسته وویل مذاکرات ښه وو، خو تر هغه چې د سرحدي دیوال بودجه ورنکړل شي حکومت به تړلی وي.

د کانگرس د استازو د مجلس رئیس نانسي پلوسي او د سنا د دموکرات اقلیت گوند مشر چاک شومر له جمهور رئیس سره له کتنې وروسته وویل چې مذاکرات ښه وو خو نتیجې ته ونه رسیدل.

میرمن پلوسي وویل "مونږ له جمهور رئیس وغوښتل اجازه ورکړي چې د حکومت تړل شوې برخې بیرته پرانستل شي او مونږ به د سرحدي دیوال پر سر خبرو ته دوام ورکړو. خو دغه غوښتنه ونه منل شوه."

ښاغلی ټرمپ د جمعې په ورځ وویل تر هغه چې د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال لپاره ٥،٦ میلیارد ډالر نه وي ورکړل شوي د حکومت د بیرته پرانستلو پر خبرې کیدای شي "میاشتې یا کلونه" دوام وکړي.

ښاغلي ټرمپ همداشان گواښ وکړ چې له کانگرس پرته به "ملي بېړنی حالت" اعلان کړي او دیوال به جوړ کړي.

ټاکل شوې چې د جمهور رئیس له لورې یو درې کسیز هیت به د کانگرس له یو هیت سره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي، دا خبرې به د شنبې او یکشنبې په ورځو هم روانې وي.

پدې توگه به د حکومت د ځینو برخو ټرل کیدل له دوو اونیو تیر شي. د امریکا د کانگرس د استازو نوي مجلس د سرحدي دیوال د بودجې له تصویب پرته د حکومت د تړل شویو برخو د پرانستلو طرحه تصویب کړې خو د سنا مجلس پدې خاطر چې جمهور رئیس ددې پریکړې هرکلی ندی کړی د هغې په اړه یې رای گیري ونه کړه.

XS
SM
MD
LG