د لاس رسي وړ اتصالات

ډونالډ ټرمپ د "ناټو مهمې غونډې" کې گډون ته تیاری نیسي


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو غونډه کې د گډون لپاره تیاری نیسي چې د زیات شمیر څارونکو په اند دغه غونډه ددې سازمان د راتلونکې لپاره خورا مهمه ده.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې ښاغلی ټرمپ به ددغې غونډې په فرعې غونډه کې د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل او د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون، سره وگوري.

جمهور رئیس ټرمپ تل د ناټو غړي پدې ملامت کړي چې ددې تړون دفاعي لگښتونه هغه ډول چې لازم دي نه پوره کوي.

د ناټو د یو شمیر غړو د مشرانو سره د ښاغلي ټرمپ کتنه پداسې حال کې کیږي چې څه موده وړاندې جرمني اعلان وکړ چې په پام کې لري د ناټو دفاعي لگښتونو لپاره زیاته بودیجه ځانگړې کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي تمه ده چې جمهور رئیس ټرمپ د ډنمارک او ایټالیا په گډون د یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو له مشرانو هم وگوري.

ټاکل شوې دغه غونډه د راتلونکې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په لندن کې وشي.

څارونکي پدې باور دي چې د ناټو مشرتابه به هڅه وکړي ددې غونډې څخه د ناټو د ٢٩ غړو هیوادونو د یووالي د په ډاگه کولو د فرصت په توگه کار واخلي.

د ناټو د یو شمیر غړو هیوادونو ترمنځ اختلافونه وروسته له هغې رابرسیره شول چې چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون، وویل چې ناټو د "فکري مړینې" سره مخامخ ده، هغه د ناټو د غړو ترمنځ په نه هم آهنگۍ انتقاد وکړ.

دمخه تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی و چې که دغه تړون ځان د نوي عصر له چلنجونو او واقعیتونو سره ځان عیار نکړي، گټورتیا به یې راکمه شي.

په لندن کې د ناټو ددې اونۍ غونډه ددغه سازمان د ٧٠ کلیزې د لمانځلو سره جوخته کیږي.

XS
SM
MD
LG