د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: د طالبانو د تاوتریخوالي شدت سولې ته د هغوی نه ژمنتیا څرگندوي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیلېدو په صورت کې په خوښي ښودلو سره ویلي، چې طالبان باید د سولې خبرو کې رښینی نرمښت وښيي.

نوموړي پرون دوشنبه د اکتوبر پر ۱۴مه «تلې۲۲مه» په لندن کې د ناټو پارلماني اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ویلي، چې د طالبانو په تاوتریخوالې کې کموالی نه دی راغلی، چې دا تلپاتې سولې ته د طالبانو د نه ژمنتیا څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړه: "ناټو د سولې خبرو ملاتړ کوي، موږ به د سولې خبرو د بیا پیلېدو هرکلی وکړو، طالبان باید د سولې خبرو کې نرمښت وښيي،له بده مرغه کوم څه چې موږ دا اوس یې ګورو طالبان تاوتریخوالی زیاتوي، نه یې کموي، دا تلپاتې سولې ته د نه ژمنتیا څرګندونه کوي."

هغه دا هم وویل چې د هر ډول سولې د موافقې لپاره باید د طالبان نه ټینگ او معتبر ضمانتونه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې ناټو به هېڅ کله اجازه ور نه کړي، چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو تروریستانو په پناه ځای بدل شي.

سټولټنبرګ ویلي، چې ناټو به له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ستولټنبرګ پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له تېرې سپټمبر میاشتې راپدېخوا د افغان سولې په اړه خبرې په ټپه درېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر ۷مه نېټه په کابل کې د طالبانو د موټر بم برید په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګدون ۱۲ افغان وګړي یې هم ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

ټرمپ پر داسې مهال له طالبانو سره خبرې لغوه کړې، چې دغه خبرې د سولې په اړه وروستۍ موافقې ته هم نژدې شوي وې.

تر هغه وروسته طالبانو وویل، که امریکا د سولې خبرو ته رانه ګرځي راتلونکی مسؤلیت به یې د هغوی «امریکا» په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG