د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او مک کرستل یو بل ته سپکې سپورې ویلي


مک کرستل په ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان و
مک کرستل په ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان و

مک‌ کرستل جمهور رئیس ټرمپ ته "غیر اخلاقي او ناصادق" خطاب کړی دی او ټرمپ ویلي دي چې مک ‌کرستل د "سپي" په څیر ګوښه کړای شو.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپل یو تازه ټویټ کې لیکلی دي چې مخکني ولسمشر بارک اوباما جنرال مک کرستل د سپي غوندې له دندې وشړه او په کور یې کښینوه.

ستانلي مک کرستل په ۲۰۱۰ کې د ولسمشر اوباما پر حکومت له کلکو نیوکو ورسته له دندې لېرې کړل شو.

ولسمشر ټرمپ دا ټویټ د ښاغلي مک کرسټل د هغو تازه څرګندونو په غبرګون کې کړی دی چې ښاغلی ټرمپ یې "فریبکار" بللی و.

ښاغلي مک کرستل همداشان د افغانستان نه د زیاتو عسکرو ایستل سهوه گڼلې او ویلي یې دي چې دغه اقدام د امریکا د متحده ایالاتو حیثیت ته د افغانانو په ذهن کې زیانمن کوي.

خو ولسمشر ټرمپ د مک کرستل په ځواب کې په خپل ټویټر لیکلي دي "جنرال مک‌کرستل د ولسمشر اوباما له لوري د سپي غاوندې له دندې وشړل شو. د هغه وروستی ماموریت بد ترین تنزل و. هغه پوچه خوله لري او په احمقانه خبرو مشهور دی. د هیلري ملګری!"

جنرال مک کرستل په ۲۰۱۰ کې د رولنګ ستون مجلې سره په یوې مرکې کې کې پر ولسمشر بارک اوباما کلکې نیوکې کړې وې چې همدغه کار یې له دندې څخه لېرې کولو ته لاره پرانیسته.

وروسته دغه امریکایي جنرال د هغه څه مسؤلیت ومانه چې د هیواد د اعلی سرقوماندان په هکله یې ویلي وو، او د جمهور رئیس له لورې د پوځي خدمت نه ګوښه کړای شو.

XS
SM
MD
LG