د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې جمهورو رئیسانو د لومړي ځل لپاره د جرمني په هامبورگ کې د جي-٢٠ هیوادونو د غونډې په څنډه کې سره خبرې وکړې.
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره یې په مختلفو مسایلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې راتلونکي انکشافات به د دواړو هیوادونو په گټه وي.
ښاغلي ټرمپ د ولادیمیر پوتین سره د خپل لومړنۍ لیدنې کتنې او مستقیمو خبرو په پیل کې وویل چې "د ښه شیانو تمه لرم چې روسیې او متحده ایالاتو ته پیښیږي".
د اسوشیتدپرس اژانس رپوټ ورکړی چې ښاغلي ټرمپ د ښاغلي پوتین سره د خبرو په یوه برخه کې خبریالانو وویل چې د پوتین سره ملاقات ورته "د ویاړ وړ" دی او زیاته یې کړه چې دمخه یې د پوتین سره "ډیر رغنده مذاکرات" درلودلي دي.
د امریکا او روسیې د مشرانو د خبرو پر وخت خبریالانو فقط د لنډ وخت لپاره په سالون کې د پاتې کیدو اجازه درلوده او دواړو مشرانو د خپلو خبرو جزییاتو ته هیڅ اشاره ونه کړه. د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ښاغلي ټرمپ وویل د "مختلفو چارو" په اړه یې خبرې کړي او ښاغلي پوتین هم خبریالانو ته وویل چې "دوه اړخیزه مسایل او نړیوالې ستونزې" د دوی په لیدنې کتنې کې د توجه عمده مسله وه.
سیاسي څیړونکي ددغو دوو مشرانو خبرې اترې په پوره دقت سره تعقیبوي چې دغو دوو مشرانو سره څه ډول تعامل کړی دی.
د امریکا او روسیې مشران په داسې حال کې سره گوري چې د امریکا استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسیدلي چې د امریکا د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د مداخلې هدایت شخصاً ښاغلي پوتین ورکړی و.
ددغو تورونو له مخې روسیې پلان درلود چې چې د ښاغلي ټرمپ اصلي سیالې هیلري کلنټن، ته د ٢٠١٦ کال په ټاکنو کې تاوان ورسوي. په همدې خاطر په متحده ایالاتو کې د جمهور رئیس پوتین د نیت په اړه شک او تردید موجود دی.
د ښاغلي ټرمپ همکارانو ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس به ښایي د تیر کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په هکله د خپل روسي سیال سره وگړیږي.
په کانگرس کې د امریکا د دموکرات او جمهوري غوښتونکو دواړو گوندونو وکیلانو ویلي دي چې ښاغلی ټرمپ باید د روسیې مداخله د ښاغلي پوتین سره مطرح کړي.