د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مدافع ټیم سنا کې خپله دفاعیه پیلوي


د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وکیل جې سیکولو
د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وکیل جې سیکولو

د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وکیلان نن شنبه د ( جنوري ۲۵ مه ) د امریکا په سنا کې د استازو مجلس د استیضاح د دوو مواردو په وړاندې چې په ډسمبر میاشت کې تصویب شول، دفاعیه پیلوي.

د استازو د مجلس هغه وکیلان چې د استیضاح مدیریت پر غاړه لري، له واک څخه د ولسمشر پر لېرې کولو ټینګار کوي.

هغوی د خپلې قضیې د وړاندې کیدو په وروستۍ ورځچې پرون جمعه پای ته ورسید استدلال وکړ که ټرمپ له واک څخه ګوښه نشي، هغه به د قدرت څخه ناوړه استفادې ته دوام ورکړي.

د استازو د مجلس دیموکراتان وايي ټرمپ پر اوکراین فشار وارد کړی وو چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو تر کمپاین مخکې د یوه سیاسي رقیب په اړه تحقیقات وکړي، وروسته یې هڅه کړه چې خپله غلطي پټه کړي.

د استازو د مجلس دیموکرات غړي جیسن کرو وویل:"شواهد روښانه دي. له تاسې پوښتنه داده چې آیا دا د جمهور رئیس لپاره مناسبه ده چې زموږ له یو متحد، زموږ له ملگري سره چې د جنگ په حال کې و، هغه مرستې چې د ټکس ورکوونکو پیسې دي، د خپلې شخصي سیاسي ګټې لپاره وځنډوي."

دیموکراتان وايي ولسمشر هڅه وکړه چې درغلي وکړي. هغه افشا شو، او بیا یې د پټولو جدي هڅه وکړه.

جمهوري غوښتونکو دا څرګندونې پخوانی او تکراري وبللې. جمهور رئیس ټرمپ هم په یوه ټویټ کې یې وویل چې بیکاره دیموکراتان د استیضاح په دسیسه کې زاړه شیان په تکرار تکرار بیانوي.

دیموکراتان تر اوسه د سپینې ماڼۍ د هغو چارواکو د شهادت غوښتنه کوي چې له اوکراین سره د ټرمپ د معاملو شاهدان وو.

د نویو شاهدانو د راغوښتلو په هدف څلور جمهوري غوښتونکي باید له دیموکراتانو سره ودریږي. تر اوسه هیڅ یو ندی رامخکې شوی.

خو جمهوري غوښتونکي وايي د جمهور رئیس د برخلیک پریکړه باید د امریکا ولس وکړي.

ټولپوښتنې ښيي خلک له ټاکنو مخکې له واک څخه د جمهور رئیس په لرې کیدو یو نظر نلري او د ولسمشرۍ ټاکنې په نومبر کې کیږي.

XS
SM
MD
LG