د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: بایډن ' ګټونکی ' شو، په انتخاباتو کې درغلي شوې ده


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د لومړي ځل لپاره نن د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) ومنله چې جو بایډن د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې "بریالی" شوی، خو زیاته یې کړه چې هغه په انتخاباتو کې د درغلۍ په وجه ناکام شوی دی؛ هغه ادعا چې تر اوسه نده ثابته شوی.

جمهور رئیس ټرمپ تر اوسه په رسمي توګه د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپله ماتې نده منلې؛ په هغو انتخاباتو کې چې د شمیرل شویو رایو په اساس د هغه دموکرات سیال جو بایډن ګټونکی اټکل شوی دی.

ښاغلي ټرمپ نن په یو ټویټري پیغام کې ولیکل: "هغه [بایډن] ګټونکی شو ځکه چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده. هیڅ څارونکي او ساتونکي ته اجازه ور نه کړل شوه، رای د دومینین،‌ چپ اړخه خصوصي شرکت له خوا تنظیم شوې، یو شرکت چې بد شهرت او بیکاره تجهیزات لري."

د ټویټر شرکت د ښاغلي ټرمپ دغه ټویټ په نښه کړی او ورسره لاندې یې ليکلي دي: "په انتخاباتو کې د درغلۍ په هکله دغه ادعا د بحث وړ ده."

له دې وروسته ښاغلي ټرمپ په یو بل ټویټ کې د انتخاباتو د نتیجو په هکله خپل نظر څرګند کړ: "هغه د جعلي خبري رسنیو په نظر ګټونکی شوی. نه هیڅ څیز نه منم! مونږ اوږده لار په مخ کې لرو. پدغو ټاکنو کې لاسوهنه شوې وه."

پداسې حال کې چې په مختلفو محکمو کې به حقوقي ادعاوې وڅیړل شي، جمهور رئیس ټرمپ د رایو په شمیرلو کې د بې نظمیو په اړه په یو شمیر قضیو کې ناکام شوی دی.

XS
SM
MD
LG