د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نژدې ۱۰۰۰ ته ورسېده


کابل کې د کرونا ویروس ضد درملو شیندل
کابل کې د کرونا ویروس ضد درملو شیندل

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیرزو الدین فیروز وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلي فیرزو نن یکشنبه اپرېل۱۹(وري۳۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه ۳۱ یې یوازې په کابل کې ثبت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۶ ته ورسېد چې تر ټولو زیات یې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې دي.

د روغتیا وزیر همدارنګه زیاته کړه چې تر دا مهاله په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۳۲ تنه مړه شوي او ۱۳۱ نور بیرته له دغه ویروس څخه روغ شوي دي. د بیرته روغ شوو کسانو له ډلې ۱۳ یې هرات او دوه تنه په کابل کې دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس کرونا ویروس تر دا مهاله د افغانستان ۳۱ ولایتونو ته غځېدلی دی.

د روغتیا وزارت ویاند ډکټر وحیدالله مایار بیا تر هغه وروسته په یو بل خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه ۳۱ یې کابل، ۱۶ بلخ، ۶ کونړ، ۴ هرات، ۳ بغلان، او یوه ـ یوه په فاریاب، لغمان او جوزجان کې ثبت شوې ده.

د اپه داسې حال کې ده چې روغتیا وزارت تېره ورځ دارلامان ماڼۍ په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د تجرید د مرکز په توګه پرانیستله.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې تر سهار اپریل۱۹ (وري۳۱) پورې ۱۶۰۹۲۵ کسان مړه کړي او تردوو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG