د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي کروناویروس د چین په لابراتوارونو کې جوړ شوی


ټرمپ وایي بیخي‌ مطمین دی چې د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی
ټرمپ وایي بیخي‌ مطمین دی چې د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په دې باور دی چې کروناویروس د چین په لابراتوارونو کې جوړ شوی او خپور شوی دی.

ښاغلی ټرمپ وايي "بیخي مطمین" دی چې کووید۱۹ د چین په لابراتوار کې جوړ شوی دی،

ښاغلي ټرمپ د پنجشبنې په ورځ اپریل۳۰(غويي۱۱) ناوخته په یو خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه. خو نور معلومات یې ورنکړل.

هغه وپوښتل شو چې آیا په دې اړه استخباراتي معلومات لري‌ چې دا ویروس دې د چین ووهان د ویروس د مطالعې له انستیتیوت څخه خپور شوی وي؟

هغه وار له واره وویل: هو، هو لرم یې. خو اجازه نلرم چې دا معلومات شریک کړم."

د ښاغلي ټرمپ تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي‌ استخباراتو ریاست دا خبره رد کړه چې کووید۱۹د انسان په لاس جوړ شوی دی .

دغه ریاست په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې اړه د سایسنپوهانو خبره دقیقه ده او دا ویروس جوړ شوی نه دی.

خو دا خبره یې و کړه چې په دې اړه لا هم د معلوماتو په ټولولو بوخت دي‌ چې آیا دا ویروس په "کرونا اخته څارویو سره له تماس وروسته خپور شوی او که د ووهان د ویروس د مطالعاتو په انستیتوت کې د کومې پېښې پایله"وه.

د کروناویروس له خپرېدو وروسته د دغه ویروس د اصلي سرچینې په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوي، ځينې وايي چین دا ویروس جوړ کړی او ځینې وايي د ووهان په ښار کې د څارویو د غوښو د یو مارکیټ څخه خپور شوی دی.

یو نظر دا هم دی چې دا ویروس د څارویو له یو ځنګل څخه انسانانو ته خپور شوی دی.

د چین حکومت دا تورونه رد کړي‌ دي چې ګنې دا ویروس د ووهان د ویروس د مطالعاتو له انستیتوت څخه خپور شوی دی.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې دا خبره هم کړې وه چې د کرونا ویروس له کبله د اوښتو زیانونو په اړه به له چین سره حساب او کتاب کوي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د جمعې ورځې (مۍ۱) تر سهار پورې د کروناویروس له کبله په نړۍ کې نژدې ۲۴۰زره کسان مړه شوي‌او څه باندې ۳.۲ میلیونه نور انسانان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG