د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سیاستوال طالبانو سره تړون کې د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنه لري


افغان میرمنو پدې تیرو دوه لسیزو کې د مساوي حقونو د تر لاسه کولو لپآره ډير کار کړی خو لا هم افغانستان د میرمنو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی.
افغان میرمنو پدې تیرو دوه لسیزو کې د مساوي حقونو د تر لاسه کولو لپآره ډير کار کړی خو لا هم افغانستان د میرمنو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی.

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تړون له لاسلیک کېدو څو میاشتې تېرې شوې او بین الافغاني مذاکرات هم نژدې شوي دي، د امریکا یو شمېر سیاستوالو د افغان مېرمنو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د کانګرس یو غړی وایي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په موافقې کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په هکله هیڅ ندي ویل شوي او هغه پرمختګونه یې هم د خطر سره مخامخ کړي چې په تېرو شلو کالونو کې افغان میرمني په سیاسي او مدني ډګر کې تر لاسه کړیدي.

د کانګرس او حکومت یو شمېر غړیو د پنجشنبې، جولای ۲۳(زمري ۲) د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په موافقې کې د میرمنو د برخلیک په هکله بحث وکړ.

د استازو په مجلس کې د ملي امنیت د فرعې کمیټې مشر، دیموکرات استازي سټیفن لنچ پدې بحث کې د جمهور رئیس ټرمپ په حکومت انتقاد وکړ چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې د افغان میرمنو حقونه یې جدي ندي ګڼلې.

خو د میرمنو په چارو کې د امریکا د حکومت عمومي استازې، کیلي کوري بیا د کانګریس غړیو ته وویل چې که میرمنې د سولې په خبرو کې ونډه ونلري ، د امریکا حکومت پدې پوهیږي چې دا به څومره تاوان ولري. هغې د افغانستان حکومت وستایه چې د طالبانو سره د سولې په مذاکراتي ټیم کې یې څلورو میرمنو ته برخه ورکړې.

میرمن کوري په بحث کې دا ومنله چې طالبانو د بشري حقونو په برخه کې ناوړه سابقه لري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې افغان میرمنې به چا ته اجازه ورنکړي چې د هغوي حقونه د پښو لاندې کړي.

په افغانستان کې میرمنو پدې تیرو څو لسیزو کې د مساوي حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډیر زیار ایستلی خو دا هیواد لا هم د میرمنو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی، په ځانګړي ډول د افغانستان کلیوالې او لیرې پرتې سیمې.

په افغانستان کې دننه هم د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې اندېښنه لري چې له طالبانو سره د سولې د تړون په پایله کې د ښځو حقونه او لاس ته راوړنې زیانمنې نشي.

XS
SM
MD
LG