د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي روسیه اوس امریکا نه په نښه کوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ یو ځلې بیا د استخباراتي ادارو برعکس ویلي دي چې روسیه اوس د امریکا په نښه کولو کوښښ نه کوی او خپل مخالفین یې لیوني وبلل.

ولسمشر ټرمپ دغه خبرې یو ورځ وروسته د هغې نه کړېدي چې د خپلو مخالفینو د قانع کولو کوښښ یې وکړ او وی ویل په روسیې کې چې یې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې په اړه کومه خبره کړي وه، په هغې کې ترینه الفاظ گډ وډ شوي و.

ولسمشر ټرمپ د کابینې د غونډې نه مخکې په سپینې ماڼۍ کې وویل،

"مونږ ښه روان یو، باید د روسېې سره د بل چا په وخت کې مونږ دومره ښې اړیکې نه لرلی، او د روسیې په اړه زما پشان بل بو ولسمشر تروسه ندی پیښ شوی."

کله چې خبریالانو د ټرمپ نه وپوښتله چې ایا روسیه اوس هم امریکا په نښه کوي، هغه وویل "نه".

ټرمپ زیاته کړه چې ځینې کسان زما د ولسمشر پوتن سره د ښو اړیکو نه نفرت کوي. هغوي جنگ غواړي خو ښه تعلق نه غواړي.

د هغې نه وروسته چې ټرمپ په روسیې کې د پوتن سره په ملاقات کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه د هغه د دریځ طرفداري وکړه، په امریکا کې د دواړو لویو گوندونو غړیو او پلویانو ورته سخت غبرگون ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG