د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره په تیلیفون کې له خبرو وروسته اعلان وکړ چې روسیه او اوکراین به د اوربند او د خپلې جګړې د ختمولو لپاره «ژر مذاکرات» پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ د ټولنیزو رسنیو په یو پوست کې لیکلي: «د دې د شرایطو په اړه به د دواړو خواو ترمنځ خبرې وشي، هماغسې چې باید وي، ځکه چې هغوی د یوې داسې مذاکرې په جزیاتو پوه دي چې بل هېڅوک هم پرې نه دي خبر.»
نوموړي د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (ثور۲۹) د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم خبرې وکړې.
تر دغو تیلیفوني خبرو مخکې سپينې ماڼۍ وویل چې ټرمپ له دواړو خواوو څخه (ستړی) شوی دی. د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویت خبریالانو ته وویل: «هغه (ټرمپ) د جګړې له دواړو غاړو څخه ستړی او نا امیده شوی دی.»
د جمعې په ورځ د اوکراین او روسیې مقاماتو په استانبول کې مخامخ د سولې خبرې وکړې او ټرمپ له دغو خبرو وروسته د دغو هېوادونو له ولسمشرانو سره تیلیفوني خبرې وکړې.
د استانبول خبرو، چې په څنډو کې یې له امریکايي مقاماتو سره هم جلا خبرې وشوې، کومه لویه لاس ته راوړنه نه لرله او یوازې د جګړې ۱۰۰۰ بندیانو په تبادلې باندې په کې توافق وشو.
په دغو خبرو کې د جګړې د بندولو ژمنه ونه شوه او روسیې تازه بریدونه کړي، چې اوکراین یې د روانې جګړې کې د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی پراخ بریدونه پیل کېږي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ.
فورم \ دبحث خونه