د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران سره په همدې اونۍ کې مذاکرات کېږي، که یې نتیجه ورنه کړه، بد څه به پېښ شي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ له واشنګټن سره د ایران د مذاکراتو د لیوالتیا په اړه خبر ورکړی او وایي چې دا مذاکرات به په همدې اونې کې کېږي، خو وايي باید وکتل شي چې په دې مذاکراتو کې کومه پېښه کېږي که نه.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې ایران په تېر وخت کې هم داسې یو فرصت لره، خو چې مذاکراتو نتیجه ورنه کړه، د ایران په تاسیساتو باندې یې د «نېمې شپې سټک» عملیات وکړل.

هغه وویل فکر نه کوي ایراني مقامات دې وغواړي چې بیا د هغه هېواد په اتومي تاسیساتو باندې بریدونه وشي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې هیله لري له ایران سره په یوې معاملې خبرې وکړې او ویلي دي چې ایران نه پرېږدي اتومي وسله ترلاسه کړي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «اوس موږ ورسره خبرې کوو، له ایران سره خبرې کوو. که مو ترې څه راوویست، عالي به وي، که مو ونه شو کړای، شاید بد څه پېښ شي.»

د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي مذاکراتو په درشل کې د سولې په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره لیدلي دي.

د اسرائيل د صدارت دفتر په یو بیان کې ویلي چې نتنیاهو له ویتکاف سره په دغه ملاقات کې ویلي ایران په وار وار دا ثابته کړې چې سخته ده «خپلو ژمنو ته یې په پابندي باندې باور» وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عرب په بحیرې کې د امریکا سمندري ځواکونو د شاهد-۱۳۹ په نوم هغه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه چې د امریکا د بحري ځواکونو الوتکې انتقالوونکې بېړۍ «ابراهیم لینکن« ته نژدې شوې وه.

د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي دي چې دا الوتکه د په «نامشخص هوډ او تهاجمي ډول» دغې بېړۍ ته نژدې شوې وه.

د متحدو ایالتونو پوځ اعلان کړی چې د هرمز په تنګي کې د ایران د «اسلامی ګارد» دوو بېړیو او یوې الوتکې هغه تجارتي بېړۍ ځورولې ده چې د متحدو ایالتونو بیرغ پرې ځړېدلی و.

وايي په هماغه وخت کې د USS McFaul په نوم د امریکا د پوځ یوه ویجاړوونکې بېړۍ هلته نژدې په عملیاتو بوخته وه، په دې اړه یې غبرګون وښوده او د هوايی ځواک په مرسته یې دا بېړۍ بدرګه کړه چې ارام سفر وکړي.

ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی که ایران د معترضینو وژل بند نه کړي او د اتومي وسلو له غوښتنو لاس په سر نه شي، قوي ضربه به وویني.

راپورونه وايي چې په ایران کې د مظاهرو په ځپلو کې زرګونه معترضین وژل شوي دي.

په همدې حال کې په ایران کې اعدامونو، د پراخو مظاهرو ځپلو او د خلکو نیولو ته په کتو د بشري حقونو د څار ډلې په خپل کلنی راپور کې ویلي چې په هغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او حکومتي ځواکونه د معترضینو او ان لارویانو د ځپلو لپاره له وژونکي ځواک څخه کار اخلي.

په راپور کې ویل شوي دي چې ایراني مقاماتو په ۲۰۲۵ کال کې په دومره شمېر خلک اعدام کړي چې له ۱۹۸۰ څخه راپديخوا په دغه هېواد کې بېساری بلل کېږي.

د ورکړل شویو شمېرو په اساس، په ایران کې تېرکال ۲۰۰۰ کسان اعدام شوي چې تر نیمایي زیات یې د نشه يي توکو د قاچاقو سره د تړلیو پېښو له کبله وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG