د لاس رسي وړ اتصالات

ملت ته د ټرمپ وینا: امریکایان د ازادۍ قدر کوي


ولسمشر ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د لمانځلو په مناسبت وینا وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې پر مهال ملت ته په وینا کې ولس ته د ازادۍ د ورځ مبارکي ورکړیده او د امریکا د بیرغ د دفاع په خاطر یې ځواکونو ته درناوی څرگند کړی.

ولسمشر ټرمپ په خپلې وینا کې وویل چې امریکا چې ٢۴٣ کاله پخوا کومه خپلواکي ترلاسه کړیده، هغه باتوره عسکر د هر ډول قربانیو په ورکولو سره ساتي.

ولسمشر ټرمپ د وینا پر مهاله هغه عسکرو ته درناوې څرگند کړ چې د امریکا لپاره هر ډول قربانۍ ورکوي. ولسمشر ټرمپ دغه مهال دریو پوځیانو ته لوړ پوځي جایزې هم ورکړی.

ټرمپ د امریکا د ځوانانو نه وغوښته چې په پوځ کې دې شامل شي چې د خپل ملک او ولس خدمت وکړي. هغه وویل چې امریکایان د ازادۍ ډیر قدر کوي او دا ازدي ترینه هیڅ څوک نه شي اخیستی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د پخوانیو ولسمشرانو او نورو رهبرانو د مشرۍ له کبله امریکا د نړۍ د ترټولو قدرتمند هیواد دی او ویې ویل چې د امریکایانو لپاره هیڅ ناممکن نه دي.

XS
SM
MD
LG