د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د سرتېرو تر ایستلو وروسته به هم افغانستان کې 'استخباراتي حضور' ولرو


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، امریکا به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو تر توافق وروسته هم په دغه هېواد کې «ډېر قوي استخباراتي حضور» ولري.

ښاغلي ټرمپ له «فکس نیوز» سره په تازه مرکه کې ویلي، غواړي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، خو زیاتوي چې د امریکايي سرتېرو د نشتوالي په صورت کې اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د تروریستي حملو د تر سره کولو د مرکز په توګه استفاده ونه شي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکايي جنرالان په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په پاتې کېدو سره په ټینګار د امریکا پر ځای په افغانستان کې د تروریستانو پر مرکزونو حملو ته لومړیتوب ورکوي.

ولسمشر ټرمپ په ښکاره ټکو ویلي که چیري امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووزي، واشنګټن به په افغانستان کې «قوي استخباراتي حضور» ولري.

ټرمپ تېره اونۍ له «ټایمز» ورځپاڼې سره هم مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر ۸زرو ته راټیټ کړي.

امریکا دا مهال د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ۹زره سرتېري لري چې د ماموریت عمده برخه یې افغان سرتېرو ته سلا مشورې ورکول او روزنه ده.

ډونالد ټرمپ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې دا مهال په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو خبرې روانې دي.

دغه خبرې چې د بندو دروازو تر شا تر سره کېږي تر دا مهاله یې جزئیات رسنیز شوي نه دي.

په دغو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل، افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول، بین الافغاني خبرې او د اوربند مسله شامله ده.

XS
SM
MD
LG