د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي رسنۍ: پمپېو د طالبانو سره موافقه نه لاسلیکوي


د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپېو
د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپېو

د ټایمز مجله د افغان او اروپایي چارواکو له قوله لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو سره د سولې موافقه نه لاسلیکوي.

امریکایي رسنۍ د ټایمز مجله د ځینو امریکایي او افغان چارواکو له قوله (چې نومونه یې ندي څرگند شوي) لیکي چې پداسې حال کې چې امریکا د طالبانو سره سولې ته نژدې شویده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د طالبانو سره موافقه نه لاسلیکوي.

مجله د ځینو هغو امریکایي او افغان چارواکو له قوله چې د موافقې په جزیاتو خبر دي، لیکي چې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو سره د سولې لپاره د نهه پړاوونو نه وروسته د یوې موافقې متن لیکلی دی چې په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې ختمولو ته لار پرانیزي.

مجله زیاتوي چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د سپتمبر په ٣ نیټه د ولسمشر ټرمپ سره د سولې د موافقې متن ته د کتنې لپاره ملاقات وکړ او که ټرمپ د دغې موافقې تائید وکړي نو شاوخوا ٥۴٠٠ امریکایي ځواکونه به د افغانستان نه بیرته اویستل شي.

مجله د چارواکو له قوله لیکي چې په دغه موافقه کې ډیر مهم شیان ناڅرگند پاتي دي، یعني په افغانستان کې د القاعدې د ډلې په ضد د عملیاتو لپاره د امریکا د ترهگرۍ ضد ځواکونو حضور، د افغان حکومت آینده او په افغانستان کې د جگړې ختمیدل.

مجله زیاتوي چې داسي ښیي ښاغلی پمپیو لدی کبله د موافقې لاسلیکول نه غواړي چې طالبان د پمپیو څخه غواړي د افغانستان د (اسلامي امارات) سره موافقه لاسلیک کړي.

تر اوسه پورې د امریکا د بهرنو چارو وزرات په دغه رپورټ تبصره نده کړې.

له بلې خوا د افغانستان حکومت د امریکا نه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقتنامې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په خپل ټوېټر لیکلي، چې افغان حکومت د دغې توافقنامې نه د پېښېدونکو خطرونو په اړه اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG