د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران سره هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ټاکل شوې ده د ایران سره هوکړه د یکشنبې په ورځ (جون ۱۴) لاسلیک شي.

ولسمشر ټرمپ شیبې وړاندې په خپل تروټ سوشل کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې ددې هوکړې په اساس به ایران اټومي وسلې ونلري.

ټرمپ ویلي:" په حقیقت کې هغوی نور نه غواړي چې اټومي وسلې ولري، نور به اټومي وسلې ونلري، نه د پيردلو، جوړولو له لاري او یا هم د نورو لارو څخه."

ولسمشر ویلي د یکشنبې په ورځ به ددغې هوکړې تر لاسلیک کیدو سمدستي وروسته، هرمز تنګی د ټولو لپاره پرانیستل شي.

ولسمشر ټرمپ په دې پیغام کې زیاته کړې:" له ایران سره زموږ اړیکې د پخوانیو حکومتونو په پرتله خورا متفاوتې او غوره دي."

ټرمپ ویلي، متحد ایالتونه به په مناسب وخت کې کله چې ټول ارام شي، د ایران غني شوي یورانیم چې تر ویجاړیو لاندې دي، ترلاسه کړي. ټرمپ ویلي دا یورانیم به یا په ایران او یا هم متحدو ایالتونو کې له منځه یوړل شي.

ولسمشر ټرمپ د خپل پیغام په دوام کې لیکلي دي چې په راتلونکې کې له ایران او ټول منځني ختیځ سره کار کولو ته سترګي په لار دي.

ولسمشر ویلي:"په دې هیله چې دا پروسه ژر، آسانه او په ارام شکل ترسره شي. که داسې ونشي، موږ وروستی بدیل لرو، په دې هیله چې هیڅکله بیا ونه کارول شي."

ولسمشر ټرمپ په دې پیغام کې له ایران سره د نوي اټومي تړون چې ټاکل شوېده سبا لاسلیک شي دفاع کړې او هغه یې د ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړې څخه متفاوت بللی دی.

ولسمشر ټرمپ د باراک اوباما په حکومت کې له ایران سره په شوي تړون په نیوکې سره ویلي چې یاد تړون ایران ته "په آسانه اټومي وسلو ته د لاسرۍ فرصت" ورکاوه خو نوی تړون "د اټومي وسلو لپاره د ایران د هر ډول لاسرسي په وړاندې دیوال جوړ کړی دی."

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه پیغام خپور کړی چې تر دې څو ساعته وړاندې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن شنبه (جون ۱۳) په خپل ایکس حساب لیکلي دي چې تمه ده امریکا او ایران په ۲۴ ساعتونو کې د سولې هوکړه وروستۍ کړي.

نوموړي ویلي تر بل هر وخته د سولې یوې هوکړې ته نږدې شوي دي:"په داسې حال کې چې نهایي کیدل په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې احتمال لري، پاکستان د سولې تړون څخه سمدستي وروسته د هغه د برېښنايي لاسلیک او ورپسې په راتلونکې اونۍ کې د تخنیکي کچې خبرو لپاره چمتووالی نیسي."

شریف په دې پیغام کې زیاته کړې چې د سولې یو تاریخي توافق به د دوامداره سولې لپاره یو قوي بنسټ کیږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG