د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: له ایران سره د یوې 'ښې هوکړې' په ترلاسه کیدو بریالی شوم

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې د جې ۷ د غونډې پرمهال د نړۍ د یو شمیر مشرانو سره په لیدنه کې د واشنګټن او ایران هوکړه مناسبه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې امریکا به هیڅ وخت ایران ته د اټومي وسلو د جوړلو او اخیستلو اجازه ورنکړي.

ولسمشر ټرمپ نن سه شنبې (جون ۱۶) د قطر له امیر شیخ تمیم الثاني سره د لیدنې پرمهال وویل چې له ایران سره په شوې هوکړه کې روښانه شوې چې ایران ته به هیڅ وخت د اټومي وسلو د جوړولو اجازه ورنکړل شي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "هغوی به یې نه جوړ کړي او نه به یې واخلي. هغوی به اټومي وسلې ترلاسه نکړي. که یې ترلاسه کړي، پر هغوی به سخت برید وشي او هغوی به دا کار ونکړي."

ولسمشر ټرمپ همدارنګه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په ایران کې د رژیم د بدلون پروا نه کوي او نه هم دا موضوع د هغه د موخو برخه وه.

ولسمشر ټرمپ ویلي د ایراني چارواکو لومړۍ او دویمه ډله چې امریکا ورسره مخ وه له منځه تللې او اوس له داسې کسانو سره مخ دی چې د هغه په وینا، منطقي، پیاوړي او با هوښه کسان دي او هغوی له خپل هیواد سره د مرستې غوښتونکي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل:" موږ له ایران سره هوکړه وکړه او دا باید بریالۍ وي. دا اوس دویم پړاو ته ځي، کوم چې فکر کوم ساده به وي. ما نه غوښتل تیره اوونۍ پر هغوی برید وکړم خو موږ بله لار نه درلوده. او موږ دوه ځله دا کار وکړ. اساس موږ غوښتل چې دریم یې هم دا کار وکړو خو موږ هوکړه وکړه، دا مناسبه هوکړه ده، دا ښه هوکړه ده."

د ولسمشر ټرمپ څخه د واشنګټن او تهران د هوکړې د جزیاتو په اړه پوښتنه وشوه هغه په ځواب کې وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه له رسنیو سره خبرې وکړي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس له ان بي سي نیوز تلویزوني شبکې سره په خبرو کې د ایران سره د شوي هوکړې د محتوا په اړه د یو شمیر امریکايي رسنیو په کړنو په نیوکې سره ویلي، هغه موارد دغو رسنیو خپاره کړي د هوکړې د متن سره مطابقت نلري.

جې ډي ونس وویل:" د هوکړې یوه اساسي برخه داده چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس او متحده ایالات به له ایران سره د غني شویو یورانیمو د زیرمو د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي او دا هغه مورد دی چې په روښانه په هوکړه کې څرګند شوی دی."

ونس ویلي که ایران د یوه نورمال هیواد په توګه عمل وکړي او خپل هیواد پانګونې ته چمتو کړي نو ممکن عرب هیوادونه په یاد هیواد کې د پانګونې په اړه پریکړه وکړي.

ټاکل شوېډه امریکايي او ایراني چارواکي د جمعې په ورځ جون نولسمه په سویس کې تفصیلي خبري پیل کړي او د پیچلو تخنیکي موضوعاتو په اړه د شپیتو ورځو د بحثونو زماني موده پیل کړي. رویټرز ویلي کیدای شي په دې موده کې د ایران د غني شویو یورانیمو د راتلونکي او د بندیزونو د لري کیدو په شان موضوعاتو بحث وشي.

ټاکل شوېده دا خبرې د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته، پیل شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG