د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او طالبانو تړون لاسلیک کړ


د امریکا او طالبانو استازي د تړون لاسلیک کولو پر مهال
د امریکا او طالبانو استازي د تړون لاسلیک کولو پر مهال

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت او طالبانو "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک کړ.

دا تړون د شنبې په ورځ (فبروري۲۹) د قطر په مرکز دوحه کې لاسلیک شو. تړون د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي د دفتر غړي ملا عبدالغني برادر له لوري لاسلیک شو.

د لاسلیک د مراسمو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ځینو نورو هېوادونو استازي هم وو. مایک پمپیو په خپلو خبرو کې هیله وښوده چې دا تړون په افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیزي.

هغه وویل چې د تړون شرایط به په جدي ډول څارل کیږي چې عملي شي. د طالبانو استازي ملا برادر له قطر او نورو هېوادونو څخه مننه وکړه چې دغه تړون لاسلیک کولو ته یې زمینې برابرې کړې.

امریکا او طالبانو تړون لاسلیک کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00

د امریکا او طالبانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ میاشتو راپدیخوا د سولې خبرې روانې وې چې د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي په کمولو موافق شول.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې که د تړون شرایط بشپړ تطبیق کړل شي له افغانستان څخه به خپل ځواکونه پړاو په پړاو وباسي.

د تړون مهم ټکي

په تړون کې طالبانو ژمنه کړې ده هغه جنګیالي یې چې له زندانونو څخه ازادیږي، هېڅ ډول ګواښ به نه پېښوي. امریکا به پر طالب مشرانو د لګول شویو بندیزونه بیا ارزوي او د اګست تر ۲۷ پورې به دا بندیزونه ختموي.

د تړون په اساس طالبان باید د مارچ په لسمه بله سه شنبه له افغان لوري سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي او د دغو مذاکراتو په پیل کېدو سره به ۵۰۰۰ طالبان او ۱۰۰۰ د افغان حکومت سرتېري، ماموران او نور اړوند نیول شوي کسان خوشې کیږي.

د دریو میاشتو په ترڅ کې به د دواړو غاړو ټول بندیان پرېښودل شي.

طالبانو دا ژمنه هم ورکړې ده چې له افغانستان څخه به هېڅ یوه ترهګره ډله امریکا ته ګواښ نه پېښوي. همدغه راز ویل شوي دي چې طالبان به هغو کسانو ته چې امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښونه پېښوي، د پاسپورټ، ویزو او سفر نور امکانات نه برابروي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د دغه تړون په لاسلیک کېدو سره به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار پرانیستل کیږي.

ښاغلي ټرمپ همدغه راز ویلي دي چې طالبان باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG