د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: طالبانو سره د تړون تطبیق جدي څارو


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

له طالبانو سره"افغانستان کې د سولې راوستلو تړون" له لاسلیک کولو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي دي چې امریکا به طالبان جدي څاري چې د تړون شرایط عملي کړي.

د ترهګرو په ضد د طالبانو له لوري ضمانت ورکول، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د دوامداره سولې تامین د دغه تړون اساسي شرایط دي.

دا تړون د شنبې په ورځ (فبروري۲۹) په قطر کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د استازي ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د تړون د شرایطو په تطبیق پورې تړلي دي.

له دغه تړون سره همهاله په کابل کې ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر مارک اسپر سره یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. د اعلامیې د خپرولو لپاره په ارګ کې رسمي ترتیبات نیول شوي وو. د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وویل که طالبان د سولې شرایط مات کړل، امریکا به تړون مات کړي.

د تړون په اساس به بین الافغاني مذاکرات د مارچ په لسمه پیلیږي. سپېنې ماڼۍ له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي او افغانستان کې دایمي سولې ته لار پرانیزي.

XS
SM
MD
LG