د لاس رسي وړ اتصالات

شاید ځینې طالبان د خپلو مشرانو توافق ونه مني- اسدالله خالد


ښاغلي خالد وویل چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په موده کې سرغړونې کړي دي
ښاغلي خالد وویل چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په موده کې سرغړونې کړي دي

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي چې طالبانو د اوربند د کموالي په موده کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې سرغړونې کړي دي.

ښاغلی خالد وايي چې په دغه موده کې وسله والو طالبانو په بلخ، غزني، هلمند، ارزګان او ځینو نورو سیمو لوی او واړه بریدونه کړي چې د افغانستان ځواکونو لخوا یې ځواب ورکړل شوی دی. هغه د تلفاتو په اړه نور جزیات ورنکړل.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د شنبې په ورځ (فبروري۲۸) د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تر تړون څو ساعته مخکې وویل: "طالبان په خپلو کې سره مشکل لري، امکان لري چې بعضي ګروپونه یې جلا شي او دا تړون ونه مني، شاید همدغو ګرپونو د تاوتریخوالي د کمولو موده نقض کړې وي."

ښاغلي خالد د افغانستان د ملي تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې دا خبرې کولې چې په فیسبوک باندې هم ژوندۍ خپریده. ښاغلي خالد وویل چې هیله لري طالبان به په خپلو ټولو ډلو باندې کنترول ولري چې د سولې خبرې پيل او نتیجه ورکړي.

نوموړي وویل: "زموږ اول شرط اوربند دی، امید واریو چې دا تاوتریخوالي کمښت په اوربند بدل شي. که طالبان ټول شرایط عملي نکړي، له امریکا سره یې تړون ماتیږي. موږ به د افغانستان ملي ګټو ته په کتو مرحله په مرحله مخکې ځو.

اسدالله خالد داسې مهال دا خبرې کوي چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شي. له تړون لاسلیک کیدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.

XS
SM
MD
LG