د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو د نوي "طلايي بیړۍ" د یوې برخې په توګه د دوو نویو لویو جنګي بیړیو د جوړولو پلان اعلان کړ.
ولسمشر ټرمپ دا اعلان د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۲مه په فلوریډا کې د هغه د مار-ا-لاګو په استوګنځای کې په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د جنګ وزیر پیټ هیګسیټ او د سمندري ځواکونو وزیر جان فیلان مل و، وکړې.
ټرمپ وویل: "جنګي بیړۍ تر ټولو لویې، ډیرې پیاوړې، او په درنو وسلو سمبالې دي چې په ځانګړي ډول د سمندري جګړې لپاره جوړې شوې دي." "که څه هم امریکایانو اکثره نوې جنګي کښتۍ جوړې کړې دي، خو د کلونو په اوږدو کې دوی معمولا کوچنۍ، ډیرې کوچنۍ وې، او د هغه ځای سره چې موږ یو او چیرته چې غواړو ولاړ شو، او د ځواک له لارې سوله کوو، مناسبې نه وې."
ټرمپ په دې ټینګار سره چې دا بیړۍ به په متحدو ایالتونو کې جوړې شي زیاته کړه: "دا [بیړۍ] به د امریکا د پوځي برترۍ په ساتلو کې مرسته وکړي، د امریکا د کښتۍ جوړولو صنعت به بیا راژوندی کړي، او په ټوله نړۍ کې به د امریکا د دښمنانو په زړونو کې ویره واچوي."
ولسمشر یادونه وکړه چې متحده ایالتونه له ۱۹۹۴ کال راهیسې نوې جنګي بېړۍ نه دي جوړې کړې.
هغه وویل: "موږ دا بیړۍ د جنګي بېړیو د یوې بشپړې نوې ډلې لومړۍ برخه ګڼو چې په راتلونکو کلونو کې به جوړې شي."
فورم \ دبحث خونه