د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ ایران ته: که "هغه ته څه پیښ شي،" امریکا به "ایران د ځمکې له مخ څخه پاک کړي"


د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اسلامپاله رژیم د ګواښونو په ځواب کې خبرداری ورکړ چې که "څه" ورته پیښ شي، نو امریکا به یې "د ځمکې له مخ څخه پاک کړي".

ټرمپ د سې شنبې په ورځ ناوخته د امریکا د ټلویزیوني شبکې نیوز نیشن سره په یوه مرکه کې د ایراني رژیم د چارواکو لخوا د هغه په وړاندې د وروستیو سپکاویو او ګواښونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "دوی باید دا کار ونه کړي. خو ما [یو بیان ورکړی دی] چې که څه پیښ شي، موږ به [ټول هیواد] والوځو... ټول هیواد به والوځو."

هغه د امریکا پوځ ته دا یادښت "ډېرې سختې لارښوونې" وبللې چې "دوی [ایراني رژیم] د ځمکې له مخ څخه پاک کړي."

ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکايي خبري ویب پاڼې پولیټیکو سره په یوه مرکه کې، د اسلامي جمهوریت د نږدې ۴۷ کلن رژیم د بدلولو لپاره خپله لومړۍ غوښتنه وکړه، او ویې ویل: "اوس په ایران کې د نوي مشرتابه د لټون وخت دی."

ولسشمر ټرمپ د ایران د مذهبي مشر علي خامنه ای لخوا په روانه میاشت کې د مخالفانو د پاڅون په وړاندې د ظالمانه ځپلو غندنه وکړه، او خامنه ای یې یو "ناروغ سړی" وباله چې "باید خپل هیواد په سمه توګه اداره کړي او د خلکو وژنه ودروي."

د سولې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف د چهارشنبې په ورځ د سویس په داووس کې یوې مرکې کې وویل چې د ایران له خوا د لاریون کوونکو ډله ییزه وژنه "وحشتناکه" وه.

ویټکاف وویل: "ایران باید خپله لاره بدله کړي. دوی باید دا کار وکړي. او که دوی دا کار وکړي، که دوی وښيي چې دوی د دې لپاره لیواله دي، زه فکر کوم چې موږ دا په ډیپلوماټیک ډول حل کولی شو."

په لندن کې مېشتې د انټرنېټ د څار ډلې «نېټ بلاکس» د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوست کې وویل چې دا بندیز، نن چهارشنبې ۱۳مې ورځې ته وغځیدو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي حساب د چهارشنبې په ورځ په یوه پوسټ کې، لیکلي چې د اسلامپاله رژیم "پریشانۍ" "هیواد د مارشل لا(پوځي حکومت) په نا اعلان شوي حالت کې ډوب کړی دی."

د بهرنیو چارو وزارت په دغه پیغام کې راغلي "د رژیم بې رحمه جبر یوازې دا ثابتوي چې دوی د هر بهرني ګواښ په پرتله له خپلو خلکو څخه ډیر ویریږي. ایران ډیر لوی ظرفیت لري، او که مشران یې د جبر پر ځای خدمت غوره کړي، نو راتلونکی روښانه کیدی شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG