د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته د امریکايي ځواکونو د کار ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ممکن پر هغه هیواد د بل برید اړتیا نه وي.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ د فلوریډا په پام بیچ ښار کې له خپل استوګنځي څخه په یوه وینا کې وویل چې د مادورو په نیولو سره د امریکایی اتباعو او وینزویلایانو لپاره ګواښ له منځه تللی دی.
ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې متحده ایالتونه به وېنزویلا "تر هغه وخته پورې اداره کړي" چې "موږ وکولی شو د واک خوندي، مناسب او عادلانه لېږد ترسره کړو".
د ولسمشر ټرمپ د وینا بشپړ متن دلته لوستلئ شئ.
تېره شپه ناوخته او نن سهار، زما په لارښوونه، د متحدو ایالتونو وسله والو ځواکونو د وینزویلا په پلازمېنه کې یو غیر معمولي پوځي عملیات ترسره کړل، د متحدو ایالتونو د پراخ پوځي ځواک په کارولو سره، د هوا، ځمکې او سمندر له لارې یې یو ستر برید پیل کړ او دا یو داسې برید و چې خلکو یې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې ساری نه و لیدلی.
د کاراکاس په زړه کې دا ځواک د یوې قوي پوځي کلا په وړاندې و چې سرکش دیکتاتور نیکولاس مادورو د خپلو کړنو مسؤل وګرځي. دا د امریکا په تاریخ کې د امریکا د پوځي ځواک او زړورتیا یو له خورا حیرانونکو، اغیزمنو او ځواکمنو نندارو څخه و.
او که تاسو د دې په اړه فکر وکړئ، نو نور ښه کارونه لکه په سلیماني برید، په البغدادي برید، او د ایران د اټومي تاسیساتو ویجاړول چې پدې وروستیو کې د نیمې شپې د چکش د عملیاتو په ترڅ کې ترسره شوي وو، ټول په دقیق ډول عملي او ترسره شوي.
په نړۍ کې هیڅ هیواد هغه څه نشي ترلاسه کولی چې امریکا پرون ترلاسه کړل. صادقانه ووایم، یوازې په لنډ وخت کې، د وینزویلا ټول نظامي ظرفیت فلج شو ځکه چې زموږ پوځیان، نارینه او ښځینه د قانون پلي کونکي ځواکونه موږ سره کار کوي او په بریالیتوب سره یې د شپې په تیاره کې مادورو ونیو.
تپه تیاره وه، د کاراکاس څراغونه مړه وو، اکثره [څراغونه] د هغه ځانګړي مهارت له امله چې موږ یې لرو مړه و. تیاره او وژونکی تیاره وه، خو هغه د خپلې میرمنې، سیلیا فلورس سره ونیول شو، او دواړه اوس د امریکا عدالت سره مخ دي.
مادورو او میرمن یې فلورس د نیویارک د جنوبي ناحیې، د جې کلیټن سیمې محکمې کې د متحدو ایالتونو او امریکایانو په وړاندې د مخدره توکو د ترهګرۍ د وژونکي کمپاین لپاره تورن شوي دي. زه غواړم زموږ د پوځ له نارینه وو او ښځو څخه مننه وکړم چې په خورا سرعت، ځواک، دقت او وړتیا سره یې په شپه کې دومره غیر معمولي بریا ترلاسه کړه؛ یو داسې څه چې په ندرت یې ګورئ.
تاسو د دې هیواد له خوا داسې بریدونه لیدلي دي چې دومره ښه نه دي ترسره شوي. د شرم وړ دی که افغانستان ته وګورئ، یا که د جیمي کارټر دورې ته وګورئ، هغه وخت سختې ورځې وې. موږ یو ځل بیا د درناوي وړ یو هیواد لرو. شاید په بې ساري ډول. زموږ روزل شوي جنګیالي د قانون د تنفیذ افسرانو سره په همکارۍ د پوره چمتووالي په حالت کې هغه توقیف کړ.
دوی زموږ په تمه وو. دوی پوهېدل چې په سمندر کې زموږ ډېرې کښتۍ د دوی په تمه دي. دوی پوهېدل چې موږ راځو، نو دوی هم چمتو و، هغه څه چې دوی د تیارسی حالت بللو. خو دوی په بشپړ ډول غافلګیره شول او ډیر ژر یې ماتې وخوړه. که تاسو هغه څه لیدلي وای چې ما تیره شپه ولیدل، نو تاسو به هم ډیرتر تاثیر لاندې تللي وای.
زه ډاډه نه یم چې تاسو به کله هم دا ډول صحنه وګورئ، خو دا د لیدلو لپاره یوه نه هېرېدونکې شیبه وه. یو امریکایی پوځي هم نه دی وژل شوی، او د امریکایی تجهیزاتو یوه ټوټه هم له لاسه نه ده ورکړل شوې. په دې جګړه کې زموږ ډېرې هلیکوپترې، ډېرې الوتکې، ډېر خلک ښکېل وو. خو فکر وکړئ چې د پوځي تجهیزاتو یوه ټوټه هم له لاسه نه ده ورکړل شوې، تر هرڅه مهم یو پوځي هم تر ندی وژل شوی.
د متحدو ایالتونو پوځ د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ډارونکی پوځ دی او داسې وړتیاوې او مهارتونه لري چې زموږ دښمنان یې تصور هم نشي کولی. موږ په نړۍ کې تر ټولو غوره تجهیزات لرو. په نړۍ کې داسې تجهیزات نشته چې موږ یې لرو. او تاسو دا ګورئ حتی که تاسو یوازې کښتیو ته وګورئ، تاسو پوهیږئ، چې موږ د سمندر له لارې د راتلونکو مخدره توکو ۹۷ سلنه له منځه وړي دي. د مخدره توکو۹۰ سلنه، چې هره کښتۍ په اوسط ډول ۲۵ زره کسان وژني.
موږددی ۹۷ سلنه له منځه یوړل. او دا مخدره توکي په عمده توګه له یو ځای څخه د وینزویلا په نوم یو ځای څخه راځي. موږ به دا هېواد تر هغه وخته پورې اداره کړو چې وکولای شو [د قدرت] یو خوندي، مناسب او عادلانه انتقال ترسره کړو. نو موږ نه غواړو چې د بل داسې کس سره ښکیل شو چې ورته داسې وضعیت ولري هغه وضعیت چې موږ د ډیرو کلونو لپاره ورسره مخ و. نو موږ به دا هیواد چلوو تر هغه چې د قدرت یو خوندي، مناسب او معقول انتقال ترسره نه کړو. او دا باید معقول وي، ځکه چې دا هغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو.
موږ د وینزویلا د نیکو خلکو لپاره سوله، آزادي او عدالت غواړو. او پدې کې اکثره وینزویلایان شامل دي چې اوس په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي او غواړي بیرته خپل هیواد ته ورستانه شي. دا د دوی ټاټوبی دی.
موږ داسې خطر په ځان نشو منلای چې داسې څوک د وینزویلا واک واخلي چې د وینزویلا د خلکو غوره ګټې په پام کې ونه نیسي. موږ له څو لسیزو راهیسې دې وضعیت سره مخ و. موږ به دا اجازه ورنکړو چې داسې څه پیښ شي. موږ اوس هلته حضور لرو او هغه څه چې خلک پرې نه پوهیږي خو اوس چې زه وایم، دوی به پوه شي، موږ اوس هلته حضور لرو، خو موږ به تر هغه وخته پورې هلته پاتې شو تر څو چې د قدرت یو مناسب انتقال ترسره شي.
نو موږ به تر هغه وخته پورې هلته پاتې شو چې [حکومت] د قدرت یو مناسب انتقال ترسره کړي. لکه څنګه چې هرڅوک پوهیږي، په وینزویلا کې د تیلو سوداګري د اوږدې مودې راهیسې د سقوط سره مخ وه، یو بشپړ سقوط. دوی د هغه څه په پرتله چې دوی استخراج کولی شول تقریبا هیڅ نه استخراجول.
اوس به یې ځای ځه ونیسې؟ موږ به د متحدو ایالتونو د تیلو شرکتونه، د نړۍ ترټولو لوي د تیلو شرکتونه، دې ته اړ کړو چې مداخله وکړي، میلیاردونه ډالر مصرف کړي، چې سخت زیانمن شوې زیربناوې، د تیلو زیربناوې ورغوي، او د هیواد لپاره عاید تولید کړي. او موږ چمتو یو چې که اړتیا وي دوهم، تر دې لا لوی برید تر سره کړو. نو موږ چمتو یو چې دوهمه څپه ترسره کړو. که اړتیا وي.
موږ په حقیقت کې فکر کاوه چې دوهمه څپه به اړینه وي، خو اوس شاید داسې نه وي. لومړۍ څپه، که تاسو غواړئ چې دوهمه څپه ووایاست، لومړی برید دومره بریالی و چې شاید موږ دوهمې څپې ته اړتیا ونلرو، خو موږ چمتو یو چې دوهمه څپه هم پیل کړو، ډیره لویه. دا دقیق هغه څه وو چې تمه یې کیدله، خو موږ تر دې هم لا ډیره لویه څپه تر سره کولای شو خو ښایي ورته اړتیا ونلرو.
د وینزویلا او متحدو ایالتونو ترمنځ دا ملګرتیا، یو هیواد چې هرڅوک وغواړي ورسره ښکیل شي رامنځته کوي ځکه چې موږ هغه څه کولی شو چې د وینزویلا خلک بډایه، خپلواک او خوندي کړي. او دا به اکثره وینزویلایان هم چې په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي ډیر خوشحاله کړي. دوی ډیر رنځ ګاللی.
له دوی څخه ډیر څه اخیستل شوي دي. دوی به نور هیڅ ونه کړیږي. نامشروع دیکتاتور، مادورو، د یوې پراخې جنایي شبکې مشر و چې متحدو ایالتونو ته یې د وژونکو او غیرقانوني مخدره توکو د لوی مقدار قاچاق مسؤلیت په غاړه درلود. د لګول شویو تورونو په اساس، هغه په شخصي توګه د کارټل ډی لاس سولیس په نوم د پیژندل شوي ظالمانه کارټل مشري کوله.
دې کارټل زموږ ملت په وژونکي زهر کې ډوب کړی و او د بې شمیره امریکایانو، د سلګونو زرو امریکایانو د مړینې مسؤل ګڼل کیږي چې د کلونو په اوږدو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. مادورو او د هغه میرمن به ډیر ژر د امریکایی عدالت له بشپړ قوت سره مخ شي او د امریکا په خاوره کې به محاکمه شي. همدا اوس دوی په یوه کښتۍ کې دي او بالاخره به نیویارک ته راوستل شي او بیا به یې زه فکر کوم چې په نیویارک، میامي یا فلوریډا کې په هکله پریکړه وشي.
خو داسې خلک شته چې جرمونه به یې په محکمه کې وړاندې شي او ما دا لیدلي دي، ما هغه څه لیدلي دي چې موږ یې لرو. دا وحشتناک او په ورته وخت کې زړه راښکونکی دی چې د داسې یو څه پیښیدو ته اجازه ورکړل شوې ده. مادورو د خپلې ولسمشر د دورې له پای ته رسېدو وروسته د کلونو لپاره په وینزویلا کې په واک کې پاتې شو، د متحدو ایالتونو په وړاندې یې د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او ورانکارۍ بې رحمه کمپاین پیل کړ، چې نه یوازې زموږ خلک بلکې د ټولې سیمې ثبات یې ګواښلی دی.
تاسو ټول د دې شاهدان یاست، چې سربیره پر دې چې هغه په ټول هیواد کې، د غیرقانوني مخدره توکو د لوی مقدار قاچاق له کبله په ځانګړې توګه په متحدو ایالتونو کې، بې شمیره کړاوونه او ویجاړۍ رامینځته کړي دي. مادورو د وینې تږي زنداني ډلې، ټرینډ ډی اراګوا، په شمول ظالمانه او وژونکې ډلې واستولې، چې په ټول هیواد کې امریکایي ټولنې وویروي. او هغه دا کار وکړ.
دوی په کولوراډو کې وو. دوی د سیمې اپارتمانونو ونیول. که خلکو پولیسو ته زنګ واهه، نو دوی به یې ګوتې پرې کولې. دوی بې رحمه وو. خو اوس دوی دومره بې رحمه نه دي. او زه باید یوازې پوځ، پیټ او ټولو، او زموږ ملي ګارد ته د هغه څه لپاره مبارکي ورکړم چې دوی ترسره کړل، که دا په واشنګټن ډي سي کې وي، چیرې چې موږ اوس یو بشپړ خوندي ښار لرو، یا هغه څه چې په ریښتیا سره، پخوا د نړۍ یو له خورا ناامنه ښارونو څخه و. او اوس په واشنګټن ډي سي کې جرم صفر ته رسیدلی.
په واشنګټن کې څوک ندي وژل شوي. څو اونۍ وړاندې هلته یو ترهګریز برید وشو چې د نورو ګواښونو سره یې توپیر درلود. خو دا ډیر وخت دی، شپږ، اوه میاشتې کیږي، چې هلته څوک ندي وژل شوي. پخوا به په واشنګټن کې په اوسط ډول په یوه اونۍ کې دوه کسه وژل کیدل، رستورانتونه خلاص دي. هرڅوک خوشحاله دي. خلک راځي، خپلې لوڼې راوړي، دوی خپل ماشومان راولي، دوی خپلې میرمنې راولي. دوی رستورانتونو ته ځي. رستورانتونه په ټول واشنګټن ډي سي کې خلاص دي.
نو زه غواړم د ملي ګارد څخه مننه وکړم. زه غواړم د پوځ او قانون د تنفیذ مامورینو څخه مننه وکړم. هر څه فوق العاده دي. او دوی باید دا په نورو ښارونوکې هم ترسره کړي. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ دا اوس په میمفیس، ټینیسي کې کوو، او جرمونه کم شوي دي. موږ دا یوازې څو اونۍ دمخه پیل کړی و، خو جرمونه اوس ۷۷ سلنه کم شوي دي او د لوزیانا والي، یو ډیر ښه سړی دی، موږ ته یې زنګ وواهه او له موږ څخه یې وغوښتل چې د هغه سره مرسته وکړو.
لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ دا کار د لوزیانا په یوه ډیره ښه سیمه کړی دی. او هغه یوه خورا کړکیچنه سیمه وه، او موږ هلته جرم کم کړی دی. زه پوهیږم چې دوه نیمې اونۍ وروسته تقریبا هیڅ جرم نه دی شوی. نیو اورلینز کې هم تقریبا هیڅ نه دي شوي. او موږ یوازې دوه نیمې اونۍ هلته وو. زه تصور نشم کولی چې ولې واليان به نه غواړي چې موږ ورسره مرسته وکړو.
لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ په شیکاګو کې هم مرسته وکړه او هلته هم جرایم یو څه کم شول. موږ هلته ډیر لږ کار وکړ ځکه چې موږ ونشو کړای چې د والي سره کار وکړو . د والي او ښاروال سره کار یوه بدبختي وه ، خو هلته مو جرم کم کړ، خو موږ هغه وخت ووتلو کله چې دوی موږ ته اړتیا نه درلوده. تاسو به د دې په اړه لیکلي وي، او موږ لاس انجلس وژغوره، چیرې چې د پولیسو مشر یو بیان ورکړ چې که فدرالي حکومت مداخله نه وای کړې، موږ به لاس انجلس له لاسه ورکړی وای.
دا هلته د اور لګیدو څخه ډیر وخت وروسته و. دا هغه وخت و چې دوی په لاس انجلس کې بلواګانې وکړې. موږ عالي کار وکړ. زه د دې لپاره هیڅ کریډیټ نه اخلم، خو دا همداسې وه. دا مهمه نده. موږ کریډیټ ته اړتیا نلرو. خو کله چې دوی موږ ته اړتیا ولري، موږ به ورشو او بیا به بیرته راشو. مونږ باید بیرته ورشو، موږ په مختلفو ښارونو کې عالي کار وکړ. خو خبره دا ده، هغه ځای چې موږ پرې ډیر ویاړو هغه واشنګټن ډي سي دی، ځکه چې دا زموږ د هیواد پلازمینه ده.
موږ دا د جرمونو نه ډک ښار څخه د هیواد په یوه خوندي ښار بدل کړ. خو هغه ډلې چې دوی د امریکا پر ښځو او ماشومانو باندې د جنسي تیری، شکنجه او وژنې لپاره لیږلې وې په ټولو هغو ښارونو کې وو چې ما یې یادونه وکړه، ټرینټو، اراګوا، او دوی د مادورو لخوا زموږ د خلکو د ویرولو لپاره لیږل شوي وو.
اوس به مدورو هېڅکله بیا ونه کړای شي چې یو امریکايي وګړی یا د وینزویلا کوم وګړی وګواښي. نور به هېڅ ګواښ نه وي. د کلونو راهیسې ما د هغو بېګناه امریکایانو کیسې یادې کړې دي چې ژوند یې په بېرحمانه ډول د دې وینزویلايي ترهګر سازمان له لوري ختم شو. رښتیا هم په ډیر ناوړه بڼه، دوی وايي تر ټولو بد.
امریکایان لکه د هیوسټن ښار ۱۲ کلنه جوسلین نونګاري. ښکلې جوسلین نونګاري. پر هغې څه وشول؟ لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، هغه د (ترین دې اراګوا) د وحشي کسانو له خوا وتښتول شوه، پرې تېری وشو او ووژل شوه. هغوی جوسلین ووژله او د پله لاندې یې مړه پرېښوده. دا یو پل و، داسې پل چې ددې پېښې نه وروسته به د ډېرو خلکو لپاره هېڅکله د پخوا په څیر نه وي.
لکه څنګه چې ما څو ځله ویلي، د وینزویلا رژیم خپل زندانونه تش کړل او خپل تر ټولو بد او له تاوتریخوالي ډک دیوان یې امریکا ته راولېږل څو د امریکایانو ژوند ترې واخلي. هغوی له رواني مرکزونو او د لیونتونونو څخه راغلي ول. هغوی له زندانونو او توقیف خانو څخه راغلي ول. زه ځکه دواړه یادوم، که څه هم عین شی دی خو زندانونه یو څه سخت او له تاوتریخوالي ډک وي.
رواني مرکز کې په تاوتریخوالي دومره اخته نه وي لکه د لیونتون، خو موږ دواړه ونیول. هغوی خلک له رواني مرکزونو، له زندانونو او توقیف خانو څخه راولېږل. هغوی د نشهيي توکو سوداګر وو، د نشهيي توکو مشران وو. هغوی هر بد انسان امریکا ته راولېږه، خو نور نه. اوس موږ داسې یوه پوله لرو چې هېڅوک ترې نشي تېرېدلای.
سربېره پر دې، وینزویلا په یو اړخیز ډول امریکایي تېل، امریکايي شتمنۍ او امریکايي تاسیسات ونیول او وپلورل، چې موږ ته یې د میلیاردونو، میلیاردونو ډالرو زیان واړاوه. دا کار یې ډېر وخت مخکې کړی و، خو موږ داسې ولسمشر نه درلود چې په وړاندې یې څه وکړي. هغوی زموږ ټول ملکیت واخیست. دا زموږ ملکیت و. موږ جوړ کړی و. خو هېڅ ولسمشر یې په اړه اقدام ونه کړ. پر ځای یې په داسې جګړو کې ښکېل شو چې لس زره مېله لرې سیمې وې.
موږ د وینزویلا د تېلو صنعت د امریکايي وړتیاو، هڅو او مهارت په وسیله جوړ کړي و، خو سوسیالیستي رژیم دا زموږ څخه د پخوانیو ادارو پر مهال په زور غلا کړ. دا د امریکا په تاریخ کې د امریکايي ملکیت له تر ټولو لویو غلاوو څخه یوه ګڼل کیږي، بلکې د ډېرو په اند تر ټولو لويه غلا وه. د تېلو زیربناوې یې داسې واخیستلې لکه موږ چې ماشومان وو، او موږ هېڅ ونه کړل. که زه وای، ما به اقدام کړی و.
امریکا به هېڅکله بهرنیو قدرتونو ته اجازه ورنه کړي چې زموږ خلک لوټ کړي او موږ په خپله نیمهکره کې شاته وتمبوي. هغوی همدا کار وکړ. برسېره پر دې، د اوسني نسکور شوي دیکتاتور مادورو تر واکمنۍ لاندې، وینزویلا په سیمه کې بهرني دښمنان ځای پر ځای کول او خطرناکې وسلې یې ترلاسه کولې چې د امریکا ګټو او د خلکو ژوند ته یې ګواښ پېښولای شو. هغوی دا وسلې تېره شپه وکارولې، ښايي دا کار یې د پولې په اوږدو کې له کارټلونو سره په همغږۍ کې کړې وي.
دا ټولې کړنې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه وه، هغه اصول چې له دوو پېړیو زیات تاریخ لري. دا تر مونرو سیاست پورې رسېږي. د مونرو اصول ډېر مهم و، خو موږ اوس تر هغه هم ډېر مخکې تللي یو. اوس به یې، شاید، د «ډونرو سیاست» وبولو. مونرو سیاست مو یو وخت هېر کړی و، خو نور یې نه هېروو.
د ملي امنیت د نوې تګلارې له مخې، د لوېدیځې نیمهکرې په کچه د امریکا برلاسی به بیا هېڅکله تر پوښتنې لاندې رانشي. دا به هېڅکله پېښ نه شي. په پای کې وایم، د لسیزو راهیسې نورو ادارو دا امنیتي ګواښونه له پامه غورځولي وو او یا یې لا پیاوړي کړي وو. خو د ټرمپ د ادارې پر مهال، موږ په خپله سیمه کې د امریکا ځواک او واک په پوره قوت او پیاوړي ډول بېرته ټینګوو. دا سیمه اوس له پخوا نه ډېره بدله شوې ده. موږ دا کار په خپله لومړۍ دوره کې هم کړی و، خو اوس مو برلاسي لا ډېره شوی ده.
راتلونکی به د سوداګرۍ، د خاورې او د سرچینو د ساتنې پر وړتیا ولاړه وي، ځکه دا د ملي امنیت بنسټونه دي. لکه څنګه چې تعرفې دي؛ تعرفو زموږ هېواد شتمن کړی او ملي امنیت یې پیاوړی کړی دی. دا هغه کلک اصول دي چې تل یې نړیوال ځواک ټاکلی دی، او موږ به یې هم همداسې وساتو.
موږ به خپلې پولې خوندي کړو، د ترهګرو مخه به ونیسو، د مخدره توکو د قاچاق شبکې کارټلونه به له منځه یوسو، او خپل وګړي به له هر ډول بهرنیو او کورنیو ګواښونوڅخه خوندي وساتو. کېدای شي نورو ولسمشرانو دا جرأت نه درلود، خو زه به هېڅکله ترهګرو او جنایتکارانو ته اجازه ورنه کړم چې د امریکا پر وړاندې یې اعمال پرته له سزا پاتې شي.
دا ډېر بریالی عملیات باید ټولو ته یو خبرداری اوسي چې که څوک د امریکا حاکمیت وګواښي یا د امریکایانو ژوند له خطر سره مخ کړي، نو پایله به یې همدا وي. ډېره مهمه دا ده چې د وینزویلا پر تېلو بندیز لا هم په بشپړ ډول پر ځای دی، امریکايي سمندري ځواکونه په خپل موقعیت کې دي، او متحده ایالتونه ټول پوځي لارې چارې په نظر کې نیسي تر چې زموږ غوښتنې پوره نه شي.
ټول سیاسي او پوځي مشران په وینزویلا کې باید پوه شي: چې که له خپل ولس سره عادلانه، منصفانه او سم چلند ونه کړي څه چې له مادورو سره وشول، له هغوی سره هم کېدای شي،.
د ترهګر او دیکتاتور مادورو واک پای ته ورسېد. د وینزویلا خلک اوس ازاد دي. له ډېر وخت وروسته، خو اوس ازاد دي. امریکا نن سهار لا خوندي ده، او لا ویاړلې ده، ځکه یې اجازه ورنه کړه چې دا بد انسان او دا رژیم موږ ته زیان ورسوي. او دا مهال ټوله لوېدیځه نیمهکره تر پخوا ډېره خوندي ده.
زه له ټولو مننه کوم. له جنرال رېس کیني څخه ځانګړې مننه کوم. هغه یو فوقالعاده شخص دی. ما له ډېرو جنرالانو سره کار کړی، ځینې مې نه خوښېدل، ځینو ته مې درناوی نه درلود، ځینې ښه نه وو، خو دی رښتیا هم فوقالعاده دی. تېره شپه مې پر یو حاکمیت یو له تر ټولو دقیق عملیات ولیدل، دا د عدالت لپاره برید و، او زه پرې ډېر ویاړم.
فورم \ دبحث خونه