د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په سرحد د دېوال په اړه د بېړني اقدام خبرداری ورکړ


ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکسیکو سره په سرحد د دېوال جوړولو د بودیجې لپاره د اجرائیوي فرمان خبرداری ورکړی دی.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که کانگرس ورته د مکسیکو سره په سرحد د دېوال د جوړولو لپاره بودیجه ور نه‌کړه نو هغه به د ولسمشر په توګه د خپل ځانګړي قدرت نه په استفادې بېړنۍ اعلامیه خبره کړي او د کانگرس د موافقې پرته به دغه مسله حل کړي.

ولسمشر ټرمپ په‌داسې حال کې دا خبرداری ورکړی دی چې د فیډرالي حکومت د بندېدو ٢٠ ورځ ده.

ټرمپ دغه خبرې د ټیکساس په ایالت (د جنوبي سرحد ساحه) ته د سفر په مهال کړي دی.

د هغه کسانو چې د ناقانونه مهاجرینو لخوا وژل شوي دي, د کورنۍ غړي هم د ټرمپ هرکلي له راغلي و.

ولسمشر ټرمپ وویل چې که په سرحد بندیز و نه لګول شي نو دا مسله به حل نشي.

ټرمپ ژمن دی چې کانگرس دې ورته په سرحد د یوال د جوړولو لپاره ٥.٧ ملیادره ډالره بودیجه تصویب کړي.

په کانگرس کې د دیموکرات گوند غړو د هغه د غوښتنې د منلو نه انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG