د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د حکومت د تړل کیدو په اړه د غونډې نه ووت


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دیموکرات گوند د رهبرانو سره د حکومت د بندیدو په اړه د یوې غونډې نه ووتلو او دغه خبرې یې د وخت ضایع کول وبللې

ولسمشر ټرمپ د دیموکرات گوند د غړیو چک شومر او نینسي پلوسې سره د حکومت د تړل کیدو او د مکسیکو په سرحد د دیوال د جوړولو په اړه یو لنډ ملاقات کاوه خو ولسمشر ټرمپ د غونډې په جریان کې پاسیدو او ویې ویل چې دغه خبرې د وخت ضایع کول دي.

ولسمشر ټرمپ د دیموکرات گوند د مشرانو سره پداسې وخت کې د لنډ وخت لپاره ملاقات وکړ چې د بودیجې په سر د جنجال له کبله د فیډرالي حکومت د بندیدو نولسمه ورځ ده.

ټرمپ د دغه ملاقات نه وروسته پخپل ټویټر ولیکل: "زه اوس د شومر او د نینسي سره د ملاقات نه راوتلم، بیخي د وخت ضایع کول و. ما ترینه وپوښتل چې که زه د دیرشو ورځو نه وروسته حکومت بیرته خلاص کړم نو تاسو به د سرحد امنیت لپاره دیوال ومنئ، نو نینسي وویل چې، نه. ما ورته وویل پر مخه مو ښه، بل هیڅ گټور ندي. "

د دیموکرات گوند غړیو د ټرمپ په رویه سختې نیوکې کړیدي او وایي چې ټرمپ هغه وخت ملاقات نیمگړې پرښودو چې هغوي ورته د مکسیکو سره په سرحد د دیوال لپاره د بودیجې د ځانگړې کولو نه انکار وکړ.

شومر د ټرمپ سره د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته وویل چې ټرمپ د نینسي پلوسي نه پوښتنه وکړه چې ایا "هغوي به د دیوال جوړولو لپاره پیسې ورکوي" نو نینسي انکار وکړ, د هغې نه سمدستي پس ټرمپ پاسیده او وې ویل چې "نور زمونږ سره د بحث څه نشته."

XS
SM
MD
LG