د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د کرونا له کبله د اوښتو زیانونو په اړه به چین څخه حساب غواړو


ټرمپ وايي د کرونا په وړاندې د چین له اقدماتو خوښ ندی
ټرمپ وايي د کرونا په وړاندې د چین له اقدماتو خوښ ندی

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وايي چې په ټوله نړۍ کې به د کرونا ویروس له امله د اوښتو زیانونو په اړه له چین څخه حساب او کتاب وغواړي.

ښاغلي ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ ( اپریل ۲۷) سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې وویل کیدای شوای په هماغه لومړیو کې له منشا څخه د ویروس مخه نیول شوې وای.

ټرمپ زیاته کړه:" ډیرې لارې شته چې تاسې کولای شئ حساب کتاب ورسره وکړئ. تاسې ممکن خبر یاست موږ ډیر جدي تحقیقات کوو. له چین څخه خوشاله نه یو. له دې ټول حالت سره خوشاله نه یو، ځکه په دې باور یو چې کیدای شوای له ریښې یې مخه نیول شوې وای او ټولې نړۍ ته نه وای خپور شوی."

خو چین نن سه شنبي د (اپریل ۲۸) په تازه څرګندونو کې هغه ادعاوي رد کړې چې ویل کیږي ویروس د چین په وهان ښار کې له لابراتوار څخه خپور شوی.

د هغه هیواد د خوندیتوب د ملي لابراتور مشر یوان ژمینګ وویل، تر اوسه هم دا معلومه نده ویروس له کومه ځایه خپور شوی دی.

د اقتصاد بیرته غوړیدو په اړه د ټرمپ اټکل

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شویو اندیښنو د کمیدو په خاطر د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا اقتصاد به بیرته ډیر ښه شي.

ټرمپ وویل:" تاسې ته ویلی شم چې دریمه او څلورمه ربع به ډیره د پام وړ وي. موږ په دې له خپلو اجرایوي همکارانو سره خبري کړي. زه فکر کوم چې موږ به غوره دریمه ربع ولرو. څلورمه ربع او راتلونکې کال به د پام وړ وي."

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس د ازمایښتونو او د کارو بارونو د بیرته پرانیستلو په اړه نوې لارښونې وړاندې کړې، ځکه ټرمپ د خپلو څرګندونو له امله له اوونیو انتقاداتو وروسته اوس غواړي چې خپل موقف بیرته پرځای کړي.

د امریکا یو شمیر ایالتونه د محدودیتونو د کمیدو لپاره لاس پکار شوي دي او ټرمپ هیله من دی چې په راتلونکو ورځو کې له کار و بارونو او کارمندانو سره د خپل حکومت د هڅو جزیات ورکړي.

په امریکا او د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو کې په نسبي ډول د کار و بارونو د بیرته پرانیستلو سره سره د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټډ روس ادهانم ګبریاسوس وايي چې په بشپړ ډول د ویروس د ختمیدو لپاره وخت پاتې دی.

ددغه سازمان مشر که څه هم د کرونا ویروس د مثبتو پيښو کمیدل ښه خبر وباله خو ویې ویل چې ویروس په شرقي اروپا، افریقا، لاتینه امریکا او د اسیا په یو شمیر برخو کې مخ په پراخیدو دی.

کرونا ویروس تر اوسه په امریکا کې کابو اوه پنځوس زره کسان وژلي او تر یو میلیون ډیر په دې ویروس ککړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG