د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کروناویروس نوې علامې په نښه کړي


د امریکا د متحده ایالاتو روغتیایي مقاماتو د کووید۱۹ ناروغۍ د اعراضو او علایمو نوی لست ترتیب کړی دی.

ددې جدول له مخې د لړزونکې او پرله پسې تبې سره مل سردرد، د بدن د غړو درد، سردردي، د ستوني درد او د بوي او ذایقې د حس له لاسه ورکول کیدای شي د کووید۱۹ ناروغۍ علایم وي.

د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز له دې مخکې تبه، ساه لنډي او ټوخی د کووید۱۹ ناروغۍ ممکنه علایم ګڼلي وو.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا ځینې ایالتونه هڅه کوي چې د کروناویروس د مخنیوي په مقصد یو لړ لګول شوي محدودیتونه راکم کاندي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ هم دمخه ویلي وو چې غواړي یو شمیر دندې بیرته خپل فعالیت پیل کاندي او محدودیتونه راکم کړای شي.

د کلورادو، میسیسیپي، مانتانا او تینیسي ایالتونو والیانو یو لړ سوداګریزو فعالیتونو ته اجازه ورکړې ده. له دې دمخه د جورجییا، اوکلاهاما، الاسکا او جنوبي کارولینا ایالتونو یو شمیر محدودیتونه کم کړي وو تر څو خلک بیرته خپل کارونه پیل کاندي.

پدې ترڅ کې یو شمیر روغتیایي کارپوهان په بیړه د سوداګریو د پرانستلو او د محدودیتونو د لرې کولو په اړه خبرداری ورکوي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د دوشنبې د ورځې اپریل ۲۷ تر سهاره په امریکا کې څه کم ۵۵ زره کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او ۹۶۵۹۳۳ کسان پدې ویروس اخته دي.

نیویارک تر ټولو زیات ځپل شوی او څه دپاسه ۲۲ کسان په کې مړه شوي دي.

کروناویروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې لومړی ځل د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او له هغه ځایه د نړۍ ۱۸۵ هیوادونو ته ورسید.

د دوشنپې د ورځې اپریل ۲۷ تر سهاره پورې په نړۍ کې څه دپاسه ۲۰۷ زره کسان ددې ویروس له کبله مړه شوي او د اخته کسانو شمیر څه کم درې میلیونو ته نژدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG