د لاس رسي وړ اتصالات

د قرنطین په ختمولو کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو اختلاف


د امریکا په جورجییا ایالت کې له قرنطین وروسته د یوې ارایشګاه فعالیت
د امریکا په جورجییا ایالت کې له قرنطین وروسته د یوې ارایشګاه فعالیت

پداسې حال کې چې تر دې دمه د کروناویروس په وجه په امریکا کې د مړو شمېر تر ۵۰زرو اوښتی، ددې هیواد مشران غواړي د اقتصادي فعالیتونو د بیرته پیل کولو لپاره ځانګړې لارې تعقیب کړي.

سپینه ماڼۍ هڅه کوي چې د هیواد د مختلفو ایالتونو د اوږد قرنطین وروسته ورو-ورو بیرته اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه پیل کړي، خو ددې کار لپاره جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا ۵۰ ایالتونو ته واک ورکړی چې هر یو یې د ویروس سره د خپلې مبارزې شرایطو ته په کتو له قرنطین څخه ووځي.

د نیویارک او میشګن ایالتونو په ګډون د یو شمیر نورو ایالتونو والیانو ویلي دي چې د مۍ د میاشتې تر نیمایي پورې به په کور کې د پاتې کیدو او قرنطین شرایط په خپل حال ساتي.

خو د یو شمېر نور ایالتونو لکه د جورجیا، اوکلهاما او الاسکا والیانو بیا وار د مخه د یو شمیر اقتصادي فعالیتونو د بیا پرانستلو اجازه ورکړې ده.

د اسوشیتیدپرس اژانس د رپوټ له مخې په امریکا کې د اقتصاد د بیرته پرانیستلو چارې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د تګلارو په اساس پرمخ ځي. د جمهور رئیس ټرمپ د ګوند والیان د ژر پرانیستلو پلوي دي او د میشګن او نیویارک په څیر دموکرات والیان بیا د قرنطین د مودې په غځولو ټینګار کوي.

د اوکلهاما والي کیون سټیټ چې جمهوري غوښتونکی دی وایي په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر کیدو په راکمیدو سره هغه غواړي چې کلیساه ګانې او رستورانونه د جمعې په ورځ بیا پرانیزي خو ټولنیز واټن به په پام کې نیول کیږي.

خو د میشګن والي ګریچن وایتمر چې یوه دموکراته ده د ای بي سي تلویزوني شبکې ته ویلي چې ایالت یې تیار ندی چې قرنطین او محدودیتونه ختم کړي. هغې وویل چې د کروناویروس زیاتو معاینو او یو پلان ته اړتیا لري چې څنګه په دغه ویروس اخته کېدونکي‌ کسان له نورو جلا کړي.

په فلوریډا کې د ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره بیا د سمندر ساحلي غاړې پرانستل شوي او په کالیفورنیا کې د هوا په ګرمیدو سره خلکو د ساحل غاړو ته مخه کړې او مشکله بریښي چې خلک په قرنطین کې وساتل شي.

همداشان په امریکا کې د بیکارۍ کچه ډیره لوړه شوې او اقتصاد د ستر کړکیچ سره مخامخ دی او د اقتصادي او تولیدي فعالیتونو د بیرته پیل کولو پرته هم خلک او هم دولت ددې توان نلري چې دغه ستر اقتصادي بوج اوچت کاندي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په امریکا کې د دوشنبې د ورځې اپریل ۲۷ (غویي ۸) تر سهاره ۹۶۵۹۳۳ کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې جملې نه ۵۴۸۷۷ تنه یې مړه شوي دي.

په امریکا کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر د متحده ایالاتو او ویتنام د جګړې شمیرو ته نژدې شوی چې په کې ۵۸زره امریکایي پوځیان وژل شوي وو.

د نړۍ او امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه یو ساري ناروغي اقتصادي فعالیتونه په ټپه دروي او ټولنیزې اړیکې ګډوډوي.

د کووید۱۹ د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت د مرکز ووهان ښار کې پیدا او بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته هم خپور شو، له دغه ویروس څخه د ځان بچ کولو یوه مهمه لار فاصله او واټن بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG