د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د عربي ملکونو دپلوماتیکې لانجې ته ور ودانگل


ټرمپ د قطر د امیر سره
ټرمپ د قطر د امیر سره

د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د ځینو مهمو عربي ملکونو او د قطر تر منځ په روان ډپلوماتیک جنجال کې ځان ور داخل کړ. یو شمیر عربي ملکونو په قط‏ر تور لگولی دی چې په سیمې کې د ترهگرو او ایران ملاتړ کوي.

د امریکا جمهوررئیس ټرمپ پرون د سه شنبې په ورځ ( جون ٦) د عربي ملکونو د جنجال په هکله په خپل ټویټر کې ولیکل چې سعودي ته یې سفر گټور و.

ټرمپ په ټویټر په خپل پیغام کې په سعودي کې خپلې وینا ته اشاره کړیده چې یې د اسلامي ملکونو د مشرانو نه غوښتي و د ترهگرۍ په خلاف پیاوړي اقدامات وکړي.

ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل

"ما منځني ختیځ ته د سفر په وخت وویل چې د سختدیرېځۍ د ایډیالوژۍ سره به نوره مرسته ونکړی شي. مشرانو قطر ته اشاره وکړه. وگورئ"


ټرمپ په دې هکله په خپل ټویټر کې بیا لیکلي

"زه ډیر خوشحاله یم چې سعودي عربستان ته سفر او د ٥٠ هیوادونو د مشرانو سره ملاقات گټه ور و. هغوي ویلي وو چې د سختدریځو سره د مرستو په ضد به جدي اقدامات وکړي. او زیاترو قطر ته گوته ونیوله. کیدی شي دا د ترهگرۍ د وحشت د ختمیدو پیل وي."

په سېمې کې روانه اونۍ هغه وخت تشنج زیات شو چې سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو او بحرین د قطر سره خپل دپلوماتیک روابط وشلول.

دغو هیوادونو په قطر تور لگولی دی چې په سیمې کې د ترهگرو ډلو یعني د اخوان المسلمین، القاعدې او حماس ملاتړ کوي. دوي زیاتوي چې قطر د دغو ترهگرو ډلو برسیره د ایران هم ملاتړ کوي.

ایا په قط‏ر لگیدلې تورونه ریښتیا دي؟

علي شیهابي چې یو سعودي تبعه دی، د امریکا غږ ته وویل چې قطر د څو لسیزو راهیسې د خپلو گاونډي ملکونو په وړاندې منافقانه پالیسي لري. هغه وایي

"قطر په سیمې کې د مخافو ډلو ملاتړ کوي او د گاونډي هیوادونو په کورنۍ مسلو کې لاسوهنه کوي. سعودي، بحرین، مصر او عربي امارات په دی باور لري چې قطر د هغوي د ملکونو د بی ثباته کولو کوښښونه کوي."

قطر چې د منځني ختیځ په سیمې کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه لري، د خپلو گاونډی هیوادونو د دپلوماتیکې اړیکو شلولو نه وروسته د سخت مشکل سره مخ دی.

قطر ٢.۴ ملیونه نفوس لري او د خوړو زیاتره شیان ورته د سعودي عربستان د لارې واردیږي.

د قطر حکومت دغه فیصله سخته غندلې ده او وایي چې دغه یې په حاکمیت تیرې دی او په هغوې لگیدلي الزامونه بېخي درواغ دي.

د ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې د پیلیدو نه وروسته د دغې سیمې په هکله د امریکا په پالیسۍ کې ډیر لوی بدلون راغلی دی.

د سعودي عربستان حکومت د اوباما نه د ایران سره د اتومي وسلو د موافقې په سر سخت ناراض و.

جمهوررئیس ټرمپ د ایران سره د امریکا موافقه لغوه کړه او د سعودي عربستان سره یې د ١١٠ ملیاردو ډالرو د وسلو تړون لاسلیک کړ.

جمهوررئیس ټرمپ په سعوي کې په خپله وینا کې په ایران سخت انتقاد وکړ چې ېه سیمې کې د ترهگرو ملاتړ کوي. ښاغلي ټرمپ د اسلامي ملکونو په مشرانو غږ وکړ چې د ترهگرۍ ختمولو لپاره متحد شي.

XS
SM
MD
LG