د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي او قطر په کړکیچ کې د کویټ منځگړیتوب


سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو او بحرین د قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې په دې خاطر شلولي چې وایي هغه هیواد د شیعه ملیشو ملاتړ کوي
سعودي عربستان، مصر، عربي متحده اماراتو او بحرین د قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې په دې خاطر شلولي چې وایي هغه هیواد د شیعه ملیشو ملاتړ کوي

قطر ویلي دي چې کویټ غواړي ددې هیواد او د سعودي عربستان په گډون د څو عربي هیوادونو ترمنځ په رامنځ ته شوي کړکیچ کې منځگړیتوب وکړي.

سعودي عربستان، مصر، عربي متحده امارات او بحرین د دوشنبې په ورځ له ایران سره د قطر د نژدې اړیکو او د اخوان المسلمین، القاعده او داعش په شان د سخت دریځو ډلو څخه د ملاتړ له کبله له قطر سره خپل ډیپلوماتیک روابط وشلول.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وایي چې د کویټ امیر د قطر له امیر سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې د قطر او نورو عربي هیوادونو ترمنځ د کړکیچ منځگړیتوب ته تیار دی.

له دې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ سعودي عربستان ته د سفر پر وخت د څه دپاسه ٥٠ اسلامي او عربي هیوادونو مشرانو ته په وینا کې وویل چې د قاهرې او ریاض سره د اړیکو ښه والی غواړي چې د ترهگرۍ سره موثره مبارزه وشي او په سیمه کې د ایران د مداخلې مخه ونیول شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تلرسن، ویلي دي چې د قطر او دغو څلورو عربي هیوادونو ترمنځ له پخوا راهیسې اختلافونه موجود دي. هغه له ټولو غاړو غوښتي دي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې دي چې روان کړکچ یواځې په دیپلوماتیکه کچه نه دی پاتې شوی بلکه په یو تازه اقدام کې سعودي عربستان د قطر د هوایي چلند پروازونه سعودي ته لغوه کړي او دغه شرکت ته یې ۴٨ ساعته وخت ورکړی چې په سعودي کې خپل ټول دفترونه وتړي. همداشان قطري کښتۍ هم د سعودي عربستان په بندرونو کې له لنگر اچولو منع شوي دي.

د عربي هیوادونو د کړکیچ اثر په نورو اسلامي هیوادونو

د قطر او څلورو نورو عربي هیوادونو ترمنځ کړکیچ یواځې په منځني ختیځ کې نه دی پاتې شوی بلکه د سعودي عربستان په متحدو غیر عربي هیوادونو لکه مالیزیا، اندونیزیا او پاکستان یې هم اثر شیندلی دی.

دغه تازه بحران په ځانگړې توگه پاکستان ته جدي گڼل کیږي. دا هیواد چې د نړۍ شپږم قوي ځواک لري او د اسلامي نړۍ تر ټولو غښتلی پوځ گڼل کیږي تراوسه یې د قطر او د هغه د عربي گاونډیانو ترمنځ د کړکیچ په هکله چوپتیا غوره کړې ده.

پاکستان اکثریت سني میشته وگړي لري چې سعودي ته درناوی کوي، خو دا هیواد پوره شمیر شعیه جمعیت هم لري چې ایران ته نژدیوالی لري. نو ددې موضوع په هکله د اسلام اباد موقف کیدای شي په هغه هیواد کې فرقوي تاوتریخوالی وزیږوي چې ښایي پاکستان ته ډیر سخت تمام شي.

پاکستان په ٢٠١٥ کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره د یوځای کیدو نه ډډه وکړه چې په یمن کې د شیعه مذهبه حوثي یاغیانو د ځپلو لپاره جوړ شوی دی. ویل کیږي متقاعد جنرال راحیل شریف چې اوس د سعودي پر مشرۍ ایتلاف قوماندان دی ښایي ډیر ژر له دې مقام نه گوښه شي.

له بلې خوا مالیزیا چې د فبرورۍ په میاشت کې یې کولالمپور ته د سعودي د پاچا ملک سلمان د سفر په وخت هغه ته سرې قالینې فرش نه کړې او د مارچ په میاشت کې یې د قطر سره د همکارۍ تړون لاس لیک کړ اوس د یو مالیزیایي مقام په وینا هڅه کوي له قطر سره له ډیر نژدیوالي لاس واخلي.

اندونیزیا او ترکیې هم د خبرو او مفاهمې له لارې د عربي هیوادونو ددغه نوي خپلمنځي سیاسي کړکیچ حل غوښتی دی. د ترکیې صدراعظم بن علی یلدریم ویلي چې "بادی اجازه ور نه کړای شي" چې بې بنسټه خبري رپوټونه د "هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو سبب شي".

XS
SM
MD
LG