د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر ټرمپ د کروناویروس معاینات منفي دي 


ولسمشر ټرمپ بېرته خپل انتخاباتي کمپاینونه پيل کړل
ولسمشر ټرمپ بېرته خپل انتخاباتي کمپاینونه پيل کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ ډاکټر سین کونلي وايي‌ چې څو ورځې مسلسل د ولسمشر ټرمپ د کویډ۱۹ معاینات شوي او نتیجه یې منفي ده.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د انتخاباتي کمپاینونو لپاره فلورېډا او ځینو نورو ایالتونو ته ولاړ.

د هغه تر سفر مخکې ډاکټر سین کونلي اعلان وکړ چې د «اباټ د لابراتوارونو» په نویو وسایلو چې د کروناویرس نتیجه ژر را وباسي، ولسمشر ټرمپ معاینه شوی دی.

هغه وویل: « د ولسمشر ټرمپ د کروناویروس منفي نتیجه او نور طبي معاینات او د تشخیص لپاره د لابراتوار معلومات د ویروس نشتوالی او کموالی په ګوته کوي.»

هغه وویل چې په تېرو ورځو کې یې د ولسمشر طبي ارزونه هم کړې ده او معلومه شوې ده چې نور هغه هم بل چا ته ویروس نه انتقالوي.

ولسمشر ټرمپ هم د فاکس نیوز ته په تیلیفوني مرکه کې ویلي دي‌: « زه ډېر ښه یم او نور درمل نه خورم. ما دا لیوني چینايي ویروس ته ماتې ورکړه.»

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په دویمه په خپل ټویټر کې اعلان وکړ چې هغه او مېرمن یې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

ښاغلی ټرمپ بیا د «احتیاط» لپاره په مرېلنډ کې یو مرکزي روغتون ته انتقال شو خو څو ورځې وروسته بېرته سپینې ماڼۍ ته راوګرځېده.

هغه په کروناویروس له اخته کېدو وروسته، په لومړي ځل تېره ورځ خپل انتخاباتي کمپاینونه پيل کړل. د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په درېیمه دي.

XS
SM
MD
LG