د لاس رسي وړ اتصالات

'ټولنیز حقیقت'، په ټولنیزو رسنیو کې د دونالډ ټرمپ نوې شبکه 


د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ نوې ټولنیزه شبکه
د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ نوې ټولنیزه شبکه

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د «ټولنیز حقیقت Truth Social» په نامه په ټولنیزو رسنیو کې خپله شبکه فعاله او په کار پيل کړي.

د ښاغلي ټرمپ همکاران وایي چې دا شبکه به نن دوشنبه فبروري ۲۱ (سلواغه دویمه) د امریکا په متحدو ایالتونو کې خپل [امتحاني] فعالیت پيلوي. دا ورځ په امریکا کې د «ولسمشر ورځ» یادېږي او عمومي رخصتي‌ وي.

د رویټرز خبري‌ اژانس د دغې شبکې د یو اجرایي مدیر د امتحاني پوستونو په حواله لیکلي دي‌ چې دا شبکه به په «اپ سټور» کې موندل کېږي.

څو ورځې مخکې د ښاغلي ټرمپ زوی «دونالډ ټرمپ جونیر» په خپل رسمي ټویټر کې د «ټولنیز حقیقت» په شبکې کې د خپل پلار لومړی خپور شوی بیان شریک کړی و. په بیان کې راغلي دي: « چمتو واوسئ، ستاسو محبوب ولسمشر به ژر تاسو وویني.»

د امریکا د استازو د خونې پخوانی جمهوريت غوښتونکی غړی ‌دیفین نونیس د ښاغلي ټرمپ د دغې شبکې مشر دی، هغه ویلي‌ دي چې د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې به دا شبکه په ټولې امریکا کې پوره فعاله شي.

مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې شبکې د جوړولو اعلان وکړ چې د فیسبوک او ټویټر ادارو په دغو شبکو د هغه حسابونه بند کړل.

دا شبکې وایي چې ښاغلي ټرمپ د هغوی قوانین او اصول مات کړي دي. ولسمشر ټرمپ په ۲۰۲۰ کې ټاکنې وبایللې،‌ خو پلویانو یې پایلې نه منلې او په ترڅ‌ کې یې مظاهرې وکړې. ښاغلي ټرمپ هم په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د ټاکنو پایلې غندلې وې.

نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې یو اغیزناک او فعال شخص بلل کېده چې خپل ډېر رسمي خبرونه به یې له دې لارې خپرول او په امریکا او نړۍ کې یې میلیونونه مینه وال لرل.

ښايي د خپلې شبکې له فعال کېدو وروسته بیا د ټولنیزو رسنیو ډګر ته راووځي.

XS
SM
MD
LG