د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو دوه مهم غړي چیري وژل شوي؟


پاکستاني طالبانو ویلي چې د دغه ډلې د رهبري شورا غړی او پخوانی مرستیال شېخ خالد حقاني له خپل یوه بل ملګري قاري سیف الله سره تېره اونۍ وژل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان یا«TTP» په یوه اعلامیه کې ویلي چې شېخ خالد د سفر پرمهال په نښته کې وژل شوی، خو د نوموړي د وژل کېدو د ځای ځایګي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې ویل کېدل چې د پاکستاني طالبانو یاد غړي په کابل کې وژل شوي دي.

د افغان حکومت یوې معتبري سرچینې نن جمعه فبروري۷مه (سلواغې۱۸مه) د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې تېره اونۍ په کابل کې دوه تنه ترور شوي چې دوی یې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

دغه سرچینې که هم د وژل شوو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د یادو کسانو د وژلو په تور یې یو تن هم نیولی چې دا مهال څېړنې ورڅخه روانې دي.

سرچینې دا هم ونه ویل چې دغه کسان د کابل ښار په کومه سیمه کې ترور شوي دي.

بلخوا د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي چې تېره اونۍ د دغه ولایت د شلطن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې دوه نارڅرګند جسدونه خاورو ته سپارل شوي دي.

دغه خلک وايي چې د دغو خلکو د جنازې لمونځ په اړه معلومات نه لري.

د امریکا غږ د ډېوې څانګې د راپور له مخې شېخ خالد د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسید له نژدې کسانو څخه و چې د هغه تر وژل کېدو وروسته بیا ملا فضل الله مرستیال وټاکل شو.

د پاکستاني طالبانو مشر حیکم الله مسید په ۲۰۱۳ کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو او تر هغه وروسته د نوموړي ځای ناستی ملا فضل الله په ۲۰۱۸ کال په کونړ کې په هوايي برید کې ووژل شو.

که څه هم د پاکستان حکومت تر دا مهاله په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو شمېر نورو رسنیو بیا د پاکستان حکومتي سرچینو په حواله ویلي چې شېخ خالد حقاني او ملګری قاري سیف الله په کابل کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG