د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرو د بېړۍ په ډوبیدو کې 'په لسگونو تنه وژل شوي'


د مهاجرو یوه بېړۍ - عکس ارشیف
د مهاجرو یوه بېړۍ - عکس ارشیف

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وایي تونس ته نژدې د مدیترانې بحیرې په نړیوالو اوبو کې د یوې بېړۍ د ډوبیدو په پیښه کې په مهاجر په کې سپاره وو لږ تر لږه ٥٠ تنه مړه شوي دي.​

دغه بېړۍ چې د جمعې په ورځ (می ١٠) ډوبه شوې یواځې ١٦ تنه ترې ژوندي ژغورل شوي دي.

د تونس دولتي خبري اژانس د وژل شویو کسانو شمیر ٧٠ تنه اعلان کړی دی.

ددغه اژانس د رپوټ له مخې د کب نیونکو کشتیو د ١٦ کسانو په ژغورنه کې مرسته کړې ده.

د مهاجرو په سپرلۍ د کشتۍ د ډوبیدو دغه پیښه د مړو د شمیر له درکه تر ټولو غټه پیښه گڼل شوې ده.

تر اوسه د قربانیانو هویت ندی په ډاگه شوی.

د افغانستان په گډون د منځني ختیځ او نورو اسیایي او افریقایي هیوادونو مهاجرین هڅه کوي د کوچنیو او بیکاره بېړیو په سپرلۍ د مدیترانې بحیرې له لارې ځانونه لویدیځې اروپا ته ورسوي، خو ډیر ځله داسې شوي چې دا ډول بېړۍ ساحل ته ونه رسیږي او زیات شمیر مهاجر مقصد ته له رسیدو دمخه تلف شي.

ملگرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو په وار وار ددې ډول له خطره ډک سر په هکله خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG