د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان، سوریان اروپا کې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي دي


نوې شمیرې ښيي چې د افغان پناه غوښتونکو شمیر لږ شوی، خو د ایرانیانو او ترکانو شمیرې ډیرې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د کډوالو د ادارې لخوا په یوه تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې سوریان، افغانان او عراقیان په ۲۰۱۸ کال کې د دغې ټولنې په ۲۸ غړو هیوادونو کې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي و. د ۲۰۱۸ په لمړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۸ زرو سوریانو، ۹۱۵۵ افغانانو او ۸۳۵۵ عراقیانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو وړاندیزونه ورکړل.

که څه هم چې په تیرو څو کلونو کې په اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتونکو اکثریت د افغانستان، سوریې او عراق وگړي وو، خو د څو میاشتو راهیسې د ایراني او ترکي پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی دی.

د اروپایي ټولنې د کډوالو د چارو اداره وايي چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې تر بل هر وخت زیاتو کسانو د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي چې ٢٨٨٠ تنه یې د ترکیې اوسیدونکي دي. دوی دا هم ویلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۴۴ فیصده ترکانو د پناه غوښتنې در وړاندیزونه منل شوي دي.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ (دسمبر ١١) وویل چې "ایران او ترکیه د هغو پنځو هیوادونو په ډله کې دي چې په څو تیرو میاشتو" کې یې اوسیدونکو پدغه اتحادیه کې د پناه غوښتنې هڅه کړې ده.

دوی وایي د اکتوبر په میاشت کې ٣١٧٠ تنو ایرانیانو په اروپایي ټولنه کې پناه غوښتې چې دغه شمیره د دوو تیرو کلونو په پرتله بیسارې ده.

د اروپایي ټولنې د مهاجرت د ادارې په وینا په تیرو شپږو میاشتو کې د هرو دریو ایرانیانو څخه یو تن ته یې پناه ورکړل شوې ده.

له بلې خوا د جرمني حکومت ویلي چې پدې هیواد کې د ټولو پناه غوښتونکو د دریو نه یوه برخه یې د سوریې اوسیدونکي دي چې شمیر ٥٧٣٠٠٠ تنو ته رسیږي.

همداشان جرمني چارواکي وایي چې دوهمه لویه ډله مهاجرین د افغانستان او درییم یې د عراق اوسیدونکي دي چې د ٢٠١٣ نه راپدیخوا ٢٠٣٠٠٠ افغانانو او ١٧٦٠٠٠ عراقیانو پدې هیواد کې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي.

په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ په وخت - ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ - کلونو کې څه دپاسه یو نیم میلیون مهاجر چې په عمده توگه د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي وو جرمني ته لاړل، خو د تازه شمیرو له مخې دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتگ کچه راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG