د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ۷ تنه د اسرائیل په استخباراتو باندې د معلوماتو د پلورلو په تور نیولي


عکس ارشیف: په ترکیه د اسرائیل د جاسوسۍ ادارې موساد سره د تړاو په تور نیونې
عکس ارشیف: په ترکیه د اسرائیل د جاسوسۍ ادارې موساد سره د تړاو په تور نیونې

د ترکیې یو امنیتي مقام د جمعې په ورځ فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۳) وویل، ترکي مقاماتو اوه کسان د سیمه ییزو اهدافو د تعقیب او څارنې په تړاو د اسرائیل په موساد استخباراتي ادارې باندې د معلوماتو د پلورلو په شک نیولي دي.

ترکیې تر دې مخکې اسرائیل ته خبرداری ورکړی و چې که د فلسطیني ډلې حماس د هغو غړو د نیولو هڅه وکړي چې د ترکیې په ګډون د فلسطین له خاورې بهر ژوند کوي، له جدي پایلو سره به مخ شي.

د تیر اکتوبر راهیسې چې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه پیل شوې، د ترکیې او اسرائیل د مشرانو ترمنځ په عام ډول جدي الفاظ تبادله شوي دي.

ترکیه، د خپلو لویدیځو متحدینو او ځینو عربو هیوادونو برعکس حماس د یو ترهګر سازمان په توګه نه پیژني.

دغه ترکي امنیتي مقام چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې رویټرز ته وویل، د ترکیې پولیسو او د دغه هېواد استخباراتي ادارې MIT په استانبول او ازمیر کې د استانبول د لوی څارنوال د دفتر د څېړنو د یوې برخې په توګه ګډ عملیات کړي دي.

په ترکیه کې دا وروستي عملیات د موساد پورې اړوند د شکمنو کسانو د نیول کیدو له لړۍ څخه یوه میاشت وروسته ترسره کیږي.

د ترکیې دولتي تلویزیون ټي آر ټي د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ددې هیواد د استخباراتو ادارې (MIT) دا یقیني کړې چې د اسرائیل د جاسوسۍ اداره موساد د خپلو اهدافو د تعقیب لپاره خصوصي جاسوسان کاروي.

د ترکیې دولتي تلویزیون ټي آر ټي د نامعلومو امنیتي سرچینو په حواله ویلي، داسې انګیرل کیږي چې دغو شکمنو کسانو غوښتل هدفونه وڅاري او عکسونه یې واخلي او د هغوی د تعقیب لپاره یې وسایل ځای پرځای کړي وو او د موساد لپاره یې نور معلومات ترلاسه کول.

انقرې د نیول شویو کسانو د هویت په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

تېره میاشت یو لوړ پوړي ترکي مقام وویل، چې مقاماتو د اسرائیل له جاسوسي ادارې موساد، سره د تړاو او په ترکیه کې د مېشتو فلسطینیانو د په نښه کولو په تور ۳۴ کسان نیولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG